پاریس: د اغوا شوي کس د خلاصون بدل کې د ۷ میلیونه یورو غوښتنه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۴, یکشنبهڅارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه ادرس چېرې چې برمته شوی کس پکښې ساتل کېدی، د پاریس په اسون ناحیه کې تثبيت شو. همدغه ځای کې پولیسو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می ۴مه) چاپه ووهله او مغوي کس یې آزاد کړ. د دغه کس هویت نه دی په ډاګه کړل شوی.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه سړی د پنجشنبې ورځې په سهار د پاریس له ۱۴مې جنوبي ناحیې څخه تښتول شوی و. د پولیسو یو افسر د نوم د نه ښودلو په شرط دغه آژانس ته ويلي ول چې دغه سړی څلورو کسانو چې ماسکونه ېې اغوستي ول یوې کوچنۍ لارۍ ته اچولی و.
نور ولولئ: فرانسه: د چاقو په برید کې یو کس وژل شوي او څو نور ټپیان دي
د څارنوالانو په اعلامیه کې راغلي د دیجیتلي اسعارو د یوه شتمن کس دغه پلار د تښتونې په قضیه کې د باج غوښتنې جرم شامل دی. لا پاریسین ورځپاڼې رپوټ ورکړی و چې برمته کوونکو د پنځو او اوو میلیونو یورو تر منځ پیسو غوښتنه کړې وه.
د تحقیقاتو له بهیره یوې باخبرې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته وویل د برمته شوي سړي یوه ګوته قطع کړل شوې او که پولیسو پر ساختمان چاپه نه وای وهلې د مغوي کس «د بدن د نورو غړو د پرې کول کېدنې وېره هم موجوده وه.»
نور ولولئ: فرانسه کې ډزې؛ پنځه تنه وژل شوي او یو کس د پولیسو په توقیف کې دی
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، برونو رتایو، پر اکس شبکه د پوليسو لخوا د دغه اختطاف شوي کس د خلاصون عمليات ستايلي دي.
پولیس وايي د برمته شوي سړي مېرمن تحقیق کوونکو ته ویلي چې د هغې مېړه او شتمن زوی ېې چې دواړه په مالتا کې د کریپتو مارکيټینګ یو شرکت لري، له مخکې ګواښل شوي ول.
په پاریس کې د پیسو له پاره د انسان تښتونې دغه پېښه لومړۍ نه ده. د جنوري میاشتې په ۲۱مه د ديويډ بالاند او د هغه د شریک برمته کړل شوي ول. د فرانسې خبري آژانس په حواله بالاند د څه باندې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د لیجر په نوم د کریپټو د یو شرکت له بنسټګرانو څخه دی.
نور ولولئ: فرانسه: د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې پنځه افراطي اسلامپاله نیول شوي
برمته کوونکو چې د بالاند د خوشې کولو په بدل کې يې د لوړ باج غوښتنه کړې وه، د بالاند یوه ګوته هم قطع کړې وه. هغه په دوهمه ورځ آزاد کړل شو. د بالاند ملګرې هم د پاریس په اسون علاقه کې په داسې حال کې چې تړل شوې وه د یوه موټر په ډاله کې وموندل شوه. دغې قضیې سره په تړاو ۹ تورن کسان چې په هغو کې یې د ډلې ۲۶ کلن مشر هم شامل دی، تر تحقیقاتو لاندې دي.
نور ولولئ: یو حمله کونکي په پاریس کې درې تنه په چاقو ټپیان کړل
له آرشیف (07.10.2019) څخه یو انځوریز البوم: