افغان سیاسي څیرو په ترکیه کې د «ISI» له استازو سره لیدلي؟
۱۴۰۳ بهمن ۱۵, دوشنبهیو شمیر رسنیو د نوم پټ ساتلو په شرط د یو شمیر سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په ترکیې کې یو شمیر افغان سیاسي څیرو د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان (ISI) له استازو سره لیدلي دي.
خو د افغانستان د وحدت اسلامي گوند د مشر محمد محقیق مطبوعاتي دفتر او د «افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت شورا» د رهبرۍ غړو د پاکستان د استخباراتي سازمان له استازو سره د افغان سیاسي څیرو د لیدنې په هکله رپوټونه رد کړي دي.
که څه هم دغه لیدنه کتنه تائیده شوې نه ده، خو ډیر شمیر غبرګونونه یې را پارولي دي.
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي که چیرې د آی اس آی له استازو سره په ترکیه کې د یو شمیر افغان سیاسي څیرود لیدنې کتنې په اړه رپوټونه ریښتیا وي «دا یوه بده نښه ده.»
خلیلزاد چې د خپل ماموریت پر مهال یې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، وایي چې دا ډول ملاقات ښيې چې اسلام اباد کوښښ کوي له دغو رهبرانو څخه «د خپلو عواملو په توګه د افغانستان د بې ثباته کولو له پاره استفاده وکړي.»
خلیلزاد زیاته کړې ده: «دا یوه بده علامه ده او ښيې چې اسلام آباد غواړي هغوي د تبلیغاتو له پاره د عواملو په توګه استخدام کړي، څو د تاوتریخوالي لمن د پراخولو او په افغانستان کې د وژنو له پاره له بې وزله افغان ځوانانو څخه کار واخلي، په داسې حال کې چې دوی پخپله په تبعید کې ارامه پاتې کیږي».
د آی ای اي له استازو سره لیدنه نه ده شوې
په همدې حال کې سیاسي څیرې او د «افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت شورا» د رهبرۍ غړي محمد محقق دفتر، د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې دویچه ویله ته وویل چې دغه شورا دا حق د ځان له پاره محفوظ ګڼي چې «د افغانستان د خلکو د ګټو » له پاره له هر هیواد او سازمان سره لیدنه کتنه وکړي.
نوموړي دفتر په ورته وخت کې په ترکیه کې د «آی اس آی» له استازو سره د محمد محقق او نورو سیاسي څیرو لیدنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې سیاسي څیرو د شنبې په ورځ د «د امریکا د سولې نړیوال بنسټ» له پلاوي سره غونډه درلوده چې په هغې کې د افغانستان د خلکو د ستونزو په هکله بحث شوی دی.
د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته نږدې کس بشیر احمد ته ینج، هم له دویچه ویله سره په خبرو کې له پاکستاني پلاوي سره هر ډول لیدنه کتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې ښاغلی خلیلزاد«غواړي په دې ډول څرګندونو سره د پام وړ وګرځي».
خلیلزاد د افغانستان د سیاسي څیرو په مخاطب کولو سره لیکلي دي بهتره ده چې د «آی اس آی» د لوبو پر مهرو بدل نه شئ.
د «افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت شورا» یو له سیاسي جریانونو څخه دی چې په تبعید کې له طالبانو سره په مخالفت کې رامنځته شوی دی. دغه جریانونه خپله موخه له طالبانو سره مخالفت، د افغانستان د اتباعو د حقونو تامین او د ټول شموله حکومت رامنځته کول ښيي، خو دغه ټول له افغانستان څخه دباندې رامنځته شوي دي.
خلیلزاد ویلي دي؛ لکه په تیرو وختونو کې چې تجربه شوې ده د پاکستان امنیتي بنسټونه په ډیر احتمال سره اراده لري له دغو رهبرانو څخه د طالبانو سره په چانه زنیو کې د امتیاز اخیستنې له پاره د ابزارو په توګه استفاده وکړي او بیا یي پخپل حال پریږدي.