کراچي: د استوگني په يوې ودانۍ کې چاودنې مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبهد پاکستان د خیريه موسسې ايدهي فاونډيشن د کارکوونکو په حواله يوې درنې چاودنې نن، چهار شنبه سهار (د اکتوبر ۲۱ نیټه) په داسې حال کې چې خلک د کارونو له پاره روان ول، د څو اپارتمنتونو دغه ودانۍ ولړزوله.
د دغي ټولنې يوه کارکوونکي ساجد علي وويل: «موږ تر اوسه درې جسدونه را ايستلي او ۱۵ ټپیانو مو روغتون ته انتقال کړي دي.»
نوموړي وويل چې تقريباً تر نيمايي زياتو ټپيانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی او ښايي د مړو شمير لوړ شي.
پېښه د کراچۍ په گلشن اقبال سيمه کې د استوگنې په يوه ودانۍ کې رامنځته شوې ده. د چاودنې له کبله شا او خوا ودانيو ته هم زيان رسيدلی دی او د ډېرو کورونو ښيښې ماتې شوي دي.
د چاودنې علت تر اوسه روښانه نه دی، خو د کراچۍ د مبين ټاون سيمې د پوليسو مشر ويلي چې پېښه ښايي د گازو د يوه سلنډر يا ډبې د چاودنې په پايله کې رامنځته شوي وي.
اړونده موضوع: په کراچي کي گرمۍ تر ۷۰۰ زيات انسانان وژلي
د عيني شاهدانو په حواله چاودنه ډېره شديده وه او د دغه څلور پوړيزې ودانۍ دوه پوړونه په بشپړه توگه ويجاړ شوي دي.
د يادولو ده چې تیره اوونۍ هم د کراچۍ په يوه گڼ ميشته سيمه کيماړي کې هم د سروس موټرو د يوه تمځای په داخل کې يوه درنه چاودنه شوې وه چې په پايله کې یې ۵ کسان ټپيان شوي ول.
د پولیسو تر لومړينو پلټنو وروسته ويل شوي ول چې سروس موټرو د دريدو د دغه ودانۍ په دروازه کې پر يوه باسيکل چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول.
زموږ له آرشيف څخه: