کالاس: د ایران توغندیز پروګرام په هکله اروپا اندیښمنه ده
۱۴۰۴ شهریور ۸, شنبهد اروپایي اتحادیي د بهرني سیاست مسئولې کایا کالاس یوې دیپلوماتیکې حل لارې پيدا کولو له پاره د ایران پر وړاندې د Snapback یا ماشه په نوم ميکانيزم د فعالولو له ۳۰ ورځني مهلت وروسته ته په اشارې سره وویل: «د ایران په اړه زمونږ انديښنې ډیرې واضح دي چې په هغې کې د دوی اټومي پروګرام، بالستیک توغندي او له روسیې څخه د دغه هیواد ملاتړ شامل دی.»
کایا کالاس د جمعې په ورځ وویل چې ایران د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقې شرایط نه دي مراعت کړي: «له دې امله دغه پریکړه د درو اروپایي هیوادونو مسئولیت دی، البته په اوس وخت کې مونږ ۳۰ ورځې فرصت لرو، څو وضعیت بهتره کړو او مختلفې ممکنه حل لارې ولټوو. »
د اروپايي اتحادیي د بهرني سیاست مسئولې زیاته کړه: «مونږ واقعاً باید له دغو ۳۰ ورځو څخه استفاده وکړو، څو د کار د دوام له پاره دیپلوماتیک حل لاره پیدا کړو.»
مخکې تر دې په ملګرو ملتونو سازمان کې د بریتانیې، فرانسې او المان سفیرانو د جمعې په ورځ له ایران څخه غوښتي و چې درې مشخص شرطونه دې ومني، څو د ماشې میکانیزم فعالیدل او د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان بندیزونه وځنډول شي او د «دیپلوماتیکو خبرو اترو د دوام له پاره لازمه فضا برابره شي.»
د رویټررز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د «اروپايي تروئیکا» په نوم د دغو درو هیوادونو سفیرانو د امنیت شورا د غیر علني غونډې له ترسره کیدو مخکې غوښتنه کړې ده چې د Snapback یا ماشې میکانیزم بیا فعالول دې په دې شرط تر شپږو میاشتو پورې وځنډول شي، چې ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې څارونکو ته له خپلو اټومي تاسیساتو څخه د لیدنې اجازه ورکړي، د غني کړای شوو یورانیمو د زیرمو په اړه انديښنې لیري کړي او له متحده ایالاتو سره نیغ په نیغه خبرې اترې پيل کړي.
کالاس د ماشې میکانیزم د فعالولو خبر له اعلان وروسته د دې مطلب په بیانولو سره چې د هغې له نظره د ایران په اټومي شخړه کې دیپلوماتیک حل لارې ته د رسیدو چانس شتون لري ویلي و «د مذاکراتو نوي پړاو ته داخلیږو.»
بریتانیې، فرانسې او المان د ماشې میکانیزم د فعالولو ۳۰ ورځني بهیر، چې د ملګرو ملتونونو له خوا لغوه شوي بندیزونه بیرته فعالوي، د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شو.
مخکې تر دې ایراني چارواکو خبرداری ورکړی و چې د بندیزونو د بیرته پيلیدو په صورت کې به د ایران حکومت «سخت ځواب» ورکړي. اروپایانو تر دې پخوا وړاندیز کړی و، په هغه صورت کې چې ایران د اټومي انرژۍ آژانس څارنې په بیشپړ ډول له سره پیل کړي، او د خپلو غني کړای شوو یورانیمو په هکله شفافیت رامنځته کړي، نو د ماشې میکانیزم فعالیدل به تر شپږو میاشتو پورې وځنډیږي.
د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په حواله ایران خپل یورانیم تر ۶۰ سلنې غني کړي دي او له ۱۲ ورځني جګړې له پیلیدو مخکې یې په دومره اندازه کې مواد په اختیار کې درلودل چې د لازیات غني کولو په صورت کې د ۶ اټومي بمونو د جوړولو له پاره کفایت وکړي.