د جاپان صدراعظم شیګرو ایشیبا ويلي غواړي استعفی وکړي
۱۴۰۴ شهریور ۱۶, یکشنبهد ایشیبا د استعفی د نړۍ څلورم ستر اقتصاد جاپان له پاره د ېو نوي ابهام په معنی دی هغه هم په داسې یو وضعیت کې چې دغه هېواد د خوراکي موادو له لوړو بېو سره مبارزه کوي او له بلې خوا ېې د موټرو حیاتي سکتور د ترمپ له تعرفو سره مخ دی.
ایشیبا په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دموکرات ليبرال ګوند (LDP) چې له اوږدې مودې پر هېواد مسلط دی باید د ټاکنو د مشرۍ له پاره چمتووالی ونیسي او تر هغه وخت پورې به دی په خپل مقام کې پاته شي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «اوس چې د امریکا متحده ایالاتو د تعرفه یي اقداماتو په هکله مذاکرات نتيجې ته رسیدلي، زه یقین لرم چې دا یو مناسب وخت دی.»
۶۸ کلن ایشیبا زیاته کړه: «ما تصمیم نیولی چې استعفی ورکړم او ځای راتلونکې نسل ته پرېږدم.»
ایشیبا چې یو ډاډمن سړی ښکاري، د ۲۰۲۴م کال په سپتمبر کې د دموکرات لیبرال ګونډ مشري په غاړه واخیسته او د دغه ګوند ۱۰م غړی شو چې له ۲۰۰۰م کال راهیسې د جاپان د صدراعظم په توګه خدمت کوي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د پنجشنبې په ورځ د جاپان پر موټرو د ټيټې تعرفې یو فرمان لاسلیک کړ. دې سره واشنګټن د هغه تجاري تړون د اجرا پر لور حرکت وکړ چې په جولای کې ېې له توکیو سره پرې مذاکرات درلودل.
که څه هم جاپاني موټر به اوس د موجوده ۲۷نیم سلنې تعرفې پر ځای له ۱۵ سلنه تعرفې سره مخ وي، خو دغه مالیات به لا هم د جاپان دغه حیاتي صنعت له پاره د یو لوی سرخوږي سبب وي.
دموکرات لیبرال ګونډ په جولای میاشت کې د مشرانو جرګې په رای اچونه کې له سختې پایلې سره مخ شو او د ایشیبا مخالفان د هغه د استعفی او د انتخاباتو د سختو پایلو د مسئولیت منلو غوښتنه کوله.
د دموکرات لېبرال ګونډ څلورو مهمو غړو چې د ګوند دوهم شخص هېروشي موریاما هم په کې شامل دی، تېره اوونۍ د استعفی درخواست کړی و.
په پام کې ده د دغه ګوند د مشر په توګه د ایشیبا کاري دوره د ۲۰۲۷ کال د سپتمبر په آخر کې پای ته ورسیږي.