په جاپان کې د «ټويټر قاتل» په دار ځړول شوی
۱۴۰۴ تیر ۶, جمعهپه جاپان کې په ۲۰۱۷م کال کې د نهو کسانو د وژونکي ۳۰ کلن قاتل تکاهیرو شیراشي، د مرګ سزا عملي شوې ده. د دې پرله پسې قتلونو له کبله په ټول هېواد کې خلک سخت ناآرامه شوي ول او شیراشي، ته هغه وخت د «ټويټر قاتل» نوم ورکړل شوی وو.
شيراشي، په ۲۰۲۰م کال کې د مرګ په سزامحکوم شوی وو.
د سزا د عملي کيدو تر مخه هيڅ خبر نه وو ورکړل شوی
د مرګ دا سزا د جمعې په ورځ د ټوکیو په توقيفي مرکز کې په ډېره محرمه توګه عملي شوه او د اعدام تر بشپړېدو پورې يې په اړه هیڅ ډول معلومات نه وو شريک کړل شوي.
اړونده موضوع: د عاشقانو وژونکې ۷۸ کلنه جاپانۍ په زندان کې مړه وموندل شوه
د جاپان د عدالت وزير کیسوکې سوزوکي، د شيراشي، د اعدام سزا ته اجازه ورکړې وه چې وايي دا پريکړه یې له محتاط غور او فکر وروسته کړې ده.
هغه وويل چې د مجرم د جنایت د انګیزې بنسټ «خورا خود غرضه» وو چې «ټولنه یې شديدې صدمې سره مخامخ کړه او د ناامنۍ باعث ورګرځيده»، همدې ته په کتلو سره دا پريکړه شوې ده.
شيراشي، چې هغه وخت ۳۰ کلن وو، خپل قرباني به یې خپل اپارتمان ته ورغوښته بيا یې ځندۍ کاوه او تر وژلو وروسته به یې د هغه بدن ټوټې ټوټې کاوه. د نوموړي اکثريت قربانيانې ښځې وې چې عمرونه د ۱۵ او ۲۶ کلونو ترمنځ ول. پر نوموړي باندې له ښځينه قربانيانو سره د جنسي تیري تور هم لګول شوی وو.
دا مرګونه هغه وخت بربنډ شول چې پوليسو د اغیزمنو کسانو څخه یې د يوه د لټون په ترڅ کې ټوکيو ته په څيرمه زاما ښار کې د جسد يو څو ټوټې وموندلې.
پر ټويټر باندې تر دوستۍ او ملاقات وروسته قتل
شيراشي، تر دې وروسته د نهو داسې کسانو د وژلو اعتراف وکړ چې د ځان وژنې تمايل یې درلود او ویې ويل چې له دې کسانو سره د ټولنیزو رسنيو د ټويټر شبکې له لارې چې اوس ایکس بلل کيږي، آشنا شوی وو.
د پوليسو د چارواکو په حواله پر ټويټر باندې تر دوستۍ وروسته نوموړي دې کسانو ته دا هم ويلي وو چې له دوی سره په ځان وژنه کې مرسته کولی شي او په ځيني مواردو کې یې دا ادعا هم کړې وه چې له هغوی سره يوځای ځان وژنه هم کولی شي.
د نوموړي د ټويټر پر فروفايل باندې دا جمله ليکل شوې وه: «زه له هغوی خلکو سره مرسته کول غواړم چې رښتيا درد ولري. د مهربانۍ له مخې ماته مستقيم پيغام واستوئ.»
اړونده موضوع: «د تشناب کاغذ په مرسته د ځوانانو د ځان وژنې د مخنوي هڅه»
کله چې پوليس بيا د نوموړي کور ته ورغلل نو هلته یې څو ټوټه شوي جسدونه وموندل.
څارنوالۍ د شیراشي، له پاره د مرګ سزا غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې وکيلانو یې د «پخپله خوښه قتل» له کبله د لږې سزا غوښتنه کوله. د نوموړي وکيلانو دا ادعا کوله چې اغیزمنو کسانو هغه ته د دوی د قتلولو اجازه ورکړې وه.
خو شيراشي، بيا د خپلو وکيلانو د دريځ سره اختلاف کړی وو او ويلي ول چې اغیزمن کسان یې پرته د هغوی له رضامندۍ وژلي ول.
په جاپان کې د مرګ سزا
د شيراشي، دا سزا په داسې حال کې عملي شوې چې په جاپان کې د مرګ د سزا د له منځه وړولو غږونه پورته کيږي، هغه هېواد چې له دې سزا څخه د خلکو ملاتړ د پام وړ ډېر دی.
جاپان او امريکا متحده ایالات هغه دوې سترې صنعتي ديموکراسۍ دي چې لا اوس هم پکې د مرګ سزا عملي کیږي.
په جاپان کې د مرګ سزا په ځړولو سره عملي کيږي او د مرګ په سزا محکومو ته له ځړولو يو څو ساعته د مخه په دې اړه خبر ورکول کيږي.
اړونده موضوع: د جاپانيانو د اوږد ژوند راز څه شی دی؟
د بشري حقونو ټولنې پر دې پروسه نیوکې کوي او وايي چې د مرګ سزا په انتظار ناست زنداني تر سخت رواني فشار لاندې راولي.
دمګړۍ په جاپان کې کابو ۱۰۰ کسان د خپلې سزا عملي کيدو ته انتظار باسي.
په جاپان کې د مرګ وروستۍ سزا د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې عملي شوې وه. هغه وخت په ۲۰۰۸م کال کې يو محکوم کړل شوی کس وځړول شوی وو. دغه سړی د ټوکيو په اکیهاباره سيمه کې خلک په چړې وهلي ول.
يادښت:
که چیرې له سخت رواني اختلال څخه کړیږئ، په بیړه له متخصصو کسانو مرسته وغواړئ. په ځینو هیوادونو کې ځینې مشخصې مراجع په دې برخه کې مرسته کوي. په دې انټرنېټ پاڼه کې (befrienders.org) کولی شئ په ځینو هیوادونو کې د هغو ځایونو ادرس ومومئ چې د رواني روغتیا په برخه کې مرسته وړاندې کوي.