نړيوال وجهي صندوق اوکراین ته ۴۰۰ میلیونه ډالر ورکوي
۱۴۰۳ اسفند ۱۱, شنبهد اوکراين او نړيوال وجهي صندوق تر منځ د ۴۰۰ مليونو ډالرو د ورکړې هوکړه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۲۸مه) وشوه. د دې هوکړې له مخې به د اوکراین لپاره د ورکړل شوې مرستې مجموعه ۱۰،۱ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.
د دواړو اړخونو تر منځ د توافق له مخې په ټولیز ډول په څلور کلنه مرستندويه بسته کې ۱۵،۵ میلیارد ډالره شامل دي.
د هوکړې اعلان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د سپینې ماڼۍ د رسمي لیدنې پر مهال وشو. په دې غونډه کې دواړو مشرانو د اوکراین د جګړې پر سر جدي اختلافات درلودل.
نور ولولئ: ترمپ: اوکراين ته امنيتي تضمينونه بايد اروپا ورکړي نه امريکا
نړيوال وجهي صندوق په یوه اعلامیه کې لیکلي: "د اوکراین اقتصادي حالت لا هم ښه دی، سره له دې چې شرایط ډېر سخت دي."
خو نړيوال وجهي صندوق یادونه کړې چې راتلونکی وضعیت لا هم نامعلوم دی، ځکه چې په اوکراین کې جګړې د خلکو، اقتصاد او بنسټیزو تأسیساتو ته درانه زیانونه اړوي.
نور ولولئ: ترمپ او مکرون: په اوکراين کې په څو اونيو کې اوربند ممکمن دی
د دغه نړيوالې ادارې د ماموریت مشر ګاوین ګری ویلي چې د ۲۰۲۵ لپاره د اوکراین د ناخالص کورني تولید وده به ۲،۳ فيصده ته راټیټه شي، پداسې حال کې چې دا په ۲۰۲۴ کې ۳،۵ فيصده وه.
په وینا يې، "دا کمښت د کارکوونکو د کمښت، د انرژۍ د زیربناوو د ویجاړتیا او د روسیې د دوامداره جګړې له امله دی."
له آرشیف څخه (17.02.2023):