ايټاليا پتېيلې ده په زرګونو بنديان آزاد کړي
۱۴۰۴ تیر ۲۵, چهارشنبهد ایټالیا د عدلیې وزارت د سه شنبې په ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ایټالیا په زندانونو کې لس زره ۱۰۵ داسې زندانیان موجود دي چې احتمالاً د زندان پر ځای د نورو بدیلو سزاوو وړ کیدلی شي. یاد وزارت ویلي دي چې دغه کسان به د زندان پر ځای په کورونو کې تر څار لاندې وي او یا به په آزمیښتي ډول آزادیږي.
زیاته شوې ده چې په دغو کسانو کې هغه شمیر زندانیان شامل دي چې د محکمې له لوري د هغوی د قضیو پریکړه نهايي شوي وي او د استناف د محکمي د غوښتنې امکان هم ونه لري. سربیره پر دې هغه شمیر زندانیان چې د زندان موده یې دوه کلونو کمه پاتې وي، او په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې جدي انضباطي سرغړونه نه وي کړې، هم په دې ډله کې شامیلیدی شي.
د ایټالیا د عدلیې وزارت د چارواکو په وينا په دې ډله کې هغه زندانیان چې د ترهګرۍ، سازمان شوي جرمونو، جنسي تېري، د کډوالو قاچاق او سړي تښتونې په څېر جدي جرمونو په جرم زنداني وي، په دغه پروګرام کې نه شاملیږي.
د «ورلډ پریزن بریف» معلوماتو یا ډیټابیس له مخې، ایټالیا په اروپا کې د زندانونو د ګڼې ګوڼې له پلوه د زندانونو تر ټولو خراب حالت لري، چې د زندانیانو د ظرفیت سطحه یې شاوخوا ۱۲۲ سلنه ده. د نړیوالو معیارونو له مخې، هر هغه زندان چې د زندانیانو کچه یې له ۱۰۰ فیصده پورته وي، په دې معنا ده چې زندانونه له خپل ظرفیت زیات ډک شوي دي. په دې برخه کې یوازې قبرس، فرانسه او ترکیه په اروپا کې لوړ شاخص لري او زندانونه یې په حالت کې دي.
په ایټالیا کې د زندانیانو وضعیت ته وروسته له هغې پام کیږي چې د زندانیانو ترمنځ پکې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې او د نه سړېدونکو بندخونو له امله زندانیانو شکایتونه وکړل. خو له وخته مخکې د بندیانو خوشې کول یو سیاسي حساس اقدام ګڼل کېږي، او د عدلیې وزارت ویلي دي چې دا به په لنډ وخت کې عملي نه شي.
د ایټالیا د عدلیې وزارت همدا راز زیاته کړې ده چې د یادې چارې له پاره یې یو کاري ټیم ته دنده سپارلې څو له زندانونو او د قاضیانو سره د انفرادي دوسیو په هکله همغږي وکړي. وزارت زیاته کړې ده چې دغه کاري ټیم به هره اوونۍ غونډه کوي او د روان میلادي کال تر سپتمبر میاشتې به خپل راپور وړاندې کړي.