نتانیاهو: ایران به پر روغتون د برید بیه پرې کړي
۱۴۰۴ خرداد ۲۹, پنجشنبهد اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۹) وویل چې ایران له توغندیز برید سره په بئرشبع کې د شوروکا روغتون او د اسرائیل په مرکز کې ملکي خلک په نښه کړي دي.
نوموړي په ایکس شبکه کې یوه پوست ته په اشارې سره لیکلي دي: «نن سهار د ایران ترهګرو دیکتاتورانو د شوروکا د روغتون او د هیواد په مرکز کې ملکي خلکو پر لور توغندي وتوغول. د ایران دیکتاتوران به په بشپړ ډول د دې اقدام بیه پرې کوي.»
سپاه پاسداران ته نږدې د تسنیم خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د پنجشنبې په سهار پر اسرائیل د ایران د توغندیز برید اصلي هدف د اسرائیل پوځ د قوماندې لوی مرکز او اطلاعاتي کمپ و چې د روغتون په څنګ کې موقعیت لري.
تسنیم په خپل رپوټ کې ادعا کړې ده چې په دې مرکزونو کې «زرګونه پوځي ځواکونه، د قوماندې ډیجیټال دستګاوې، د سایبري عملیاتو وسایل او د C4ISR سیستمونه موجود دي.»
د اردن له لارې د الماني اتباعو وتل
د الماني اتباعو د انتقالولو له پاره ځانګړې شوې لومړنۍ الوتکه چې د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړې له کبله له اسرائیل څخه وتلي المانان پکې سپاره ول، د فرانکفور هوایي ډګر ته رسیدلې ده. له اسرائیل څخه د الماني اتباعو د ایستلو پرواز د اردون له طریقه سوی دی.
د المان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ويلي دي چې د دغه هیواد ۱۷۱ اتباع په دې الوتکه کې له عمان څخه فرانکفورت ته رسیدلي دي.
ویل شوي دي چې دغه پروازونه د بهرنیو چارو وزارت له خوا نه دي سازماندهي شوي، بلکې دا یو تجارتي پرواز و چې هر مسافر ۳۰۰ یورو د الوتکې د سفر بیه پرې کړې ده او له اسرائیل څخه اردن ته یې د سفر مسئولیت هم پرخپله غاړه و.
ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه له اسرائیل څخه د الماني اتباعو د وتلو یو بل پرواز هم ترسره شي.
هغه الماني اتباع چې په ایران کې دي له دغه هیواد څخه د وتلو په خاطر باید د ترکیې، ارمنستان او یا اذربایجان جمهوریت له لارې له دغه هیواد څخه د وتلو اقدام وکړي او له دغو هیوادونو څخه المان ته د الوتکې د ټکټ بیه هم پخپله ورکړي.
د دې برعکس بیا امریکا غواړي خپل اتباع د تفریحي مسافر وړونکو کښتیو او اسرائیلي الوتکو په وسیله له اسرائیل څخه وباسي. په اسرائیل کې د امریکا سفارت د ایکس شبکې له لارې اعلان کړی دی چې امریکایي اتباع کولی شي د دې کار له پاره په انټرنټ کې ځانګړې شوې پاڼه کې خپل نومونه ثبت کړي.