خامنه اي ته د اسرائيل د دفاع وزير سخت خبرداری
۱۴۰۴ خرداد ۲۷, سهشنبهد اسرائيل د دفاع وزير اسرائيل کاتڅ، د ايران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي، ته کلک خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چې که چېرې د اسرائيل پر وګړو بريدونه ته دوام ورکړي نو دی هم د «صدام حسين په څېر انجام» سره مخامخ کيدلای شي.
د سې شنبې په ورځ د کاتڅ، له دفتر څخه په جاري کړل شوې اعلامیه کې ويل شوي: «زه ایراني ديکتاتور ته خبرداری ورکوم چې د جنګي جرمونو او د اسرائيل پر وګړو د توغندیو توغولو څخه ډډه وکړي. هغه بايد په ياد ولري چې زموږ د ګاونډي هېواد د هغه ديکتاتور انجام څه وو چې د اسرائيل پر وړاندې یې همدا لاره غوره کړې وه.»
دا هم ولولئ: پاکستان: د اسرائيل پر وړاندې له ایران سره د پوځي مرستو خبرونه درواغ دي
د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسين، په ۲۰۰۳م کال کې د امريکا په مشرتوب پوځي بريدونو په پایله کې تر پرځول کیدو وروسته ونيول شو او بيا وروسته د يوې عراقۍ محکمې لوري د اعدام په سزا محکوم شو.
صدام حسين، د ۱۹۹۱م کال د خليج د جګړې په ترڅ کې پر اسرائيل توغندي توغولي ول او پر نوموړي په عراق کې د اتومی وسلو د يوه احتمالي پټ پروګرام د پرمخ وړلو تور هم لګول شوی وو.
ایران اسرائيل ته د نورو «سترو بريدونو» ګواښ کړی
ایراني چارواکو په دې منځ کې ويلي دي چې په لسونو ډرونونو یې په برياليتوب سره په اسرائيل کې هدفونه په نخښه کړي دي.
د ایران د پوځ يوه لوړپوړي قومندان د سې شنبې په ورځ وويل چې پر اسرائيل باندې به د ایران «کاميکازه يا د ځانمرګو ډرونونو بريدونه» ژر نور هم شديد کړل شي.
د ایران د ځمکنيو ځواکونو قومندان جنرال کیومرث حيدري، ادعا کړې ده چې «په لسونو ایراني ډرونونو په کاميابۍ سره په اسرائيل کې اهداف په نخښه کړي دي.»
اړونده موضوع: ترمپ: خلک دي له تهرانه ووځي
د ارنا خبري آژانس په حواله حيدري، خبرداری ورکړی دی: «دښمن دې وپوهيږي چې د ایران د پوځ له لوري به د بريدونه يوه نوې او پراخه لړۍ چې عصري وسلې پکې کارول کيږي، پېل شوې ده او په راتلونکو څو ساعتونو کې به نوره هم شديده شي.»
نوموړي زياته کړې ده چې د ایران بې پېلوټه الوتکو لا دمخه د اسرائيل څو ځایونه په اغیزمنه توګه په نخښه کړي دي. د ایران له لوري دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شديدو متقابلو بريدونو لړۍ نن، په پنځمه ورځ هم روانه ده او په سيمه کې یې د يوې پراخې جګړې په اړه اندېښنه رامنځته کړې ده.