اسرائيل: په دمشق کې مو د سوریې د پوځ مرکزي قرارګاه ویشتلې
۱۴۰۴ تیر ۲۵, چهارشنبهد اسرائیل د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر سوریې باندې د اسرائیل د پوځ د برید په هکله راغلي: «موږ د سوریې د پوځ هغه مرکزي ودانۍ په نخښه کړه چې د ترهګریزو بریدونو د رهبرۍ او همغږۍ له پاره ترې استفاده کیده.»
د سوریې دولتي رسنیو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دمشق په څو سیمو کې توغندي لګېدلي چې ځاني تلفات یې هم اړولي دي. د اسرائیل پوځ په خبره، په برید کې د سوریې د هوايي دفاع څو پوستې او د توغندیو مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون هم د یادو بریدونو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دوهم ستر برید هم په یاده سیمه کې تر لومړي برید څو ساعتونه وروسته شوی دی. رویټرز خبري آژانس د سوريې د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې لږ تر لږه دوو بېپیلوټه الوتکو د برید په لومړۍ څپه کې د سوریې د دفاع وزارت ودانۍ په نخښه کړه.
د اسرائیل د پوځ له لوري پر سوریې دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې اسرائیل د سوریې حکومت ته د سوریې په جنوب کې له هغو سیمو د ځواکونو د ایستلو ګواښ وکړ چې پکې د دروز او بدوي قبیلو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې.
د اسرائیل پوځ له کلونو راهیسې د سوریې دننه د ایران ملاتړو ملیشو او د حزب اللهد وسلو د زیرمو پر ضد هوايي بریدونه کوي، خو دا لومړی ځل دی چې اسرائیل د سوریې د پوځ مرکزي قرارګاه په نخښه کړې ده.
په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ، چې د سوریې وروستیو شخړو پرمهال په دغه هیواد کې پېښې څاري، ویلي دي چې د سوریې د ستر درستیزۍ [جنرال سټاف] قرارګاه ته نېږدې په پرله پسې دوو هوايي بریدونو کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
پر سوریې د اسرائیل د پوځ د بریدونو درېیمه ورځ
اسرائیل په پرله پسې درېیمه ورځ پر سوریه بریدونو ته ادامه ورکړې. اسرائیل وايي چې دغه بریدونه یې د دروز لږکۍ د ساتنې له پاره کړي دي. د سوریې حکومتي ځواکونه په دې وروستیو کې د دروز او بدوي قبیلو د جنګیالیو ترمنځ د جګړې د درولو له پاره سیمې ته استول شوي ول، خو بیا یې خپله له دروز ملېشو سره جګړه پیل کړه.
د سوریې دولتي رسنیو او عیني شاهدانو ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ هم د اسرائیل لخوا په سوېدا ښار کې بریدونه وشول، هغه ښار چې زیاتره اوسېدونکي یې دروز لږکیو دي.
په ورته وخت کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې غوښتنه کړې وه چې د سوریې جنوب باید په بشپړ ډول له وسلو خالي شي او خبرداری یې ورکړی و چې د اسرائیل تر ولکې لاندې سیمو ته نېږدې د سوریې د حکومتي ځواکونو شتون نه شي زغملی.