اسرائيل: د م. م. د سرمنشي څرګندونې «شرموونکي» دي
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سهشنبهد ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ کال د جون دويمه) غوښتنه وکړه چې د غزې په سیمه کې د مرستو د وېش مرکزونو ته نيږدې د ادعا شوو له اسرائیل له خوا بریدونو په اړه دې خپلواکه څېړنه وشي. خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي دا غوښتنه د اسرائیل حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوه.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویاند اورن مارمورشټاین، د ګوترش څرګندونې «شرموونکي» وبللې او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو مشر د فلسطینۍ اسلامي ډلې حماس یادونه نه ده کړې. په وينا يې د حماس د هغې ډلې چې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو وړاندیزونه یې رد کړي دي.
مارمورشټاین، د ټولنیزې شبکې X (پخوانی ټویټر) پر یوه پوسټ کې ولیکل: «یو ټکی هم نه دی ویل شوی چې حماس ملکي وګړي ویشتلي او هڅه کوي هغوی د مرستو ترلاسه کولو څخه منع کړي.»
دا هم ولولئ: د المان صدراعظم: اسرائیل دې غزه کې بشري مرستو ته اجازه ورکړي
ګوترش تر دې وړاندې د حماس د ادعاوو پر بنسټ د هغو راپورونو د څېړنې غوښتنه کړې وه چې ویل کېده د اسرائیل بریدونو هغه ولسي خلک وژلي دي چې د مرستو د ترلاسه کولو په هڅه کې ول. د حماس تر کنټرول لاندې د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغسې پېښو له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.
ګوترش په X پاڼه کې لیکلي: «دا د منلو وړ نه ده چې فلسطینیان د خوراکي موادو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.» نوموړي زیاته کړې ده چې د نړیوال بشري قانون له مخې، اسرائیل مکلف دی چې د مرستو رسونې ته زمینه برابره کړي.
د اسرائیل پوځ دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د پېښو لومړنۍ ارزونې هېڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې وښيي پر ملکي وګړو دي بریدونه شوي وي، نه د مرستې مرکزونو دننه او نه هم نيږدې. دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.
په دې وروستیو کې اسرائیل د غزې د بشري مرستو بنسټ (GHF) ته اجازه ورکړې چې د ملګرو ملتونو له ادارو څخه پرته په غزه کې مرستې ووېشي. دا اقدام د نيږدې درې میاشتنۍ محاصرې وروسته د محدودو بشري مرستو د بیا پيل لړۍ یوه برخه ده.