اسرائيل ايراني وگړو ته: له نظامي سيمو ولاړ شئ
۱۴۰۴ خرداد ۲۵, یکشنبهد اسرائيل پوځ پر ايرانيانو ږغ کړی دی چې هغه سيمې دې تخليه کړي چې پکښې د ايران د وسلو توليد کيږي، نظامي دي يا اټومي دستګاوې پکې موجودې دي. په دې توګه سره د اسرائيل پوځ داسي سګنال ورکړی چې ښايي خپلو بريدونو ته ادامه ورکړي او ياد ځايونه په نخښه کړي.
د اسرائيل د پوځ يو وياند پر ايکس پاڼه خپره شوې ويډيو کې په فارسي ژبه باندې ياد خبرداری ورکړی دی. په ويډيو کې هغه ويلي: «ټولو هغو خلکو ته خبرداری ورکول کيږي چې اوس یا په راتلونکي کې به په ایران کې د وسلو فابریکو او د هغوی د فرعي تاسیساتو دننه یا شاوخوا وي». د ايران وگړي مخاطب شوي او زياته شوې: »دغو سيمو ته نيږدېوالی ستاسو ژوند ته خطر دی.«
د ايران د باندنيو چارو وزير عباس عراقچي د يکشنبې په ورځ وويل چې اسرائيل د اټومي ځايونو په نخښه کولو سره »له سرې کرښې اوښتی دی.« ايران د ملګروو ملتونو د هستوي انرژۍ د څار نړيوالې ادارې پر »خاموشئ« هم نيوکه کړېده.
په کرج کې د زورورې چاودنې ویډیوګانو خپریدل
د شرق ورځپاڼې د یکشنبې (د جون میاشتې ۱۵ نیټه) په سهار په کرج سیمه کې د یوې زورورې چاودنې ویډیو خپره کړې ده. په ټولنیزو شبکو کې هم د دې چاودنې او له کبله یې د اور او لوخړو مختلفې ویډیوګانې خپرې شوي دي.
په یو شمیر ویډیوګانو کې د اسرائیل د جنګي الوتکو غږونه اوریدل کیږي او نا تایید شوي رپوټونه وایي چې په دې سیمه کې د سپاه پاسداران یو نظامي مرکز په نښه کړای شوی دی.
یو شمیر نورې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې د تهران- کرج پر لویه لاره د سپاه پاسداران اړوند مپنا کارخانې ته نږدې چاودنه او اورلګیدنه په کې ښوول کیږي.
اسرائیلي پوځ په تهران کې له سیمې څخه د ویډګانو په خپرولو سره لیکلي دي «له ځمکې څخه هوا ته د توغول کیدونکو توغندویو دستګاوې په ښاري چاپیریال او د تهران په زړه قرار لري.»
د دغو ویډیوګانو خپریدو په ایراني اتباعو کې د انديښنو څپې ته لمن وهلې ده او ډیرو د ایران دغه اقدام د حماس له خوا له ښوونځیو او روغتونونو څخه د سپر په توګه له استفادې کولو سره پرتله کړی دی.
له ایران سره د همکارۍ په تور د دوو اسرائیلیانو نیول کیدل
د اسرائیل ټایمز ورځپانې د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د شنبې په ورځ دوه اسرائیلي اتباع د امنیت ضد اقداماتو او ایران سره د همکارۍ په شک نیول شوي دي. د دې خبر د جزویاتو خپرولو اجازه رسنیو ته نه ده ورکړل شوې.
د «شیر بپاخاسته» یا په پښو دریدلي زمري په نوم د اسرائیل د نابوده کولو له پاره د ایران ګواښ د لمنځه وړلو په هدف، د اسرائیلو عملیات د جمعې ورځې راهیسې په رسمي ډول پیل شوي دي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې په ماښام په یوه ویډیویي پيغام کې په انګلیسي ژبه وویل چې دغه عملیات د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ ترسره شوي دي: «مونږ اطلاعات درلودل چې بې پروا رژیم اراده درلودله چې اټومي وسلې خپلو ترهګریزو استازو ته ورکړي. دا یعنې تقویه شوې اټومي ترهګري؛ هغه خطر چې ټوله نړۍ ګواښي.»
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ژمنه وکړه چې زره به د اسرائیل جنګي الوتکې د تهران په فضا کې ولیدل شي.
د اسرائیل لومړي وزیر همدارنګه وویل مونږ داسې نښې لرو چې «د ایران لوړپوړو چارواکو په اوس وخت کې خپل سفري بکسونه تړلي دي، ځکه پوه شوي دي چې څه به پيښ شي.»
پر تل ابیب او حیفا د ایران په برید کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي
د اسرائیلي رسنیو د رپوټ پر بنسټ د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو په شپنیو بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي.
د دغو رپوټونو په حواله د تل ابیب په اطرافو کې د باتیام ښار د استوګنې پر یوې ودانۍ د توغندي د لګیدو کله کبله د یوه اته کلن ماشوم په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.
ژغورونکې عمله د هغو کسانو د ژغورنې په لټه کې ده چې د تخریب شوو ودانیو لاندې بند پاتې دي. اټکل کیږي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان لادرکه دي.
همدارنګه د اسرائیل په شمال کې حیفا ته نزدې د استوګنې په سیمه کې د ایراني توغندیو د لګیدو له کبله لږ تر لږه ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسرائیل د بیړنیو خدماتو ادارې ویاند د دغه هیواد د ۱۲ کانال تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې د ایران د شپنیو توغندیزو بریدونو په نتیجه کې د هیواد په مختلفو برخو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي.