«د ساتونکو تلیفونونه هک او ایراني قوماندانان په نښه شوي»
۱۴۰۴ شهریور ۹, یکشنبهد "نیویورک تایمز" ورځپاڼې لیکلي دي چې اسرائیل له ایران سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د امنیتي ساتونکو او چلوونکو د تلیفونونو په هک کولو سره توانیدلی دی چې د ایران لوړپوړي پوځي مشران او د اټومي چارو کارپوهان تر پيژندلو وروسته په نښه کړي. همدرانګه د اسرائیل پوځ توانیدلی دی چې د ایران د ملي امنیت شورا د فوق العاده محرمې غونډې ځای بمبار کړي.
نوموړې ورځپاڼې د شنبې (د اګست ۳۰ نیټه) په ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د جګړې په څلورمه ورځ د تهران په لویدیځ کې د غره لاندې ۳۰ متره ژوروالي لرونکي پناه ځای کې غونډه کړې وه. زیاته شوې ده سره له دې چې چارواکو ته امر شوی و چې د امنیتي دلایلو له کبله دې له ځان سره ګرځنده تلیفون نه راوړي، څو د اسرائیل له خوا د په نښه کیدو مخه ونیول شي، خو په یو مورد کې دغه امر نقض شوی و. اسرائیل له شپږو بمونو سره دغه قرارګاه په نښه کړه.
د نیویارک ټایمز په حواله په دې برید کې هیڅ کوم ایراني چارواکي ته زیان نه دی رسیدلی، خو له پناه ځای څخه د وتلو پر مهال یې د خپلو محافظینو جسدونه ولیدل.
مخکې تر دې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دغه برید تایید کړی و او ویلې یې و چې په دې غونډه کې د ټولو قواو مشران او لوړپوړي مسئولین له دې ډلې د اطلاعاتو وزیر، د کورنیو چارو وزیر او لوړپوړو چارواکو حضور درلود. هغه ویلي و: «که داسې پيښ شوي وای، نو زمونږ خلک به ډیر ناهیلې شوې وای. په هغه شیبه کې یوازې یو سوری و او ومې لیدل چې هوا شته او ومو ویل چې نور مو سا نه بندیږي.»
د فارس خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې لیکلي و چې دې ته ورته برید د لبنان د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د وژنې له پاره پلان شوی و.
دغه رپوټ زیاتوي په تیرو کلونو کې ډیر شمیر محافظینو د خپل ګرځنده تلیفون په کارونه کې بې احتیاطي کړې ده. له دې ډلې دوی د خپلو ورځنیو فعالیتونو په هکله په ټولنیزو شبکو کې پوستونه کړي دي چې دې کار د اسرائیل له استخباراتي هڅو سره د پام وړ مرسته کړې ده.
د اسرائیل د دفاعي چارو یوه مسئول په دې هکله نیویارک ټایمز ته وویل: «د ساتلونکو له خوا تر اندازې ډیره استفاده د ضعف یوه نقطه وه چې مونږ پر هغوي تحمیل کړه او وتوانیدو له هغې ګټه پورته کړو.»
د ایران په امنیتي ګړۍ کې د نفوذ کولو پراخې هڅې
نوموړې ورځپاڼې لیکلي دي چې د اسرائیل له دې لومړني خونړي برید وروسته چې په ترڅ کې یې څو نظامي لوړپوړي قوماندانان ووژل شول امر شوی و چې ساتونکي باید یوازې له بې سیم تلیفونو څخه استفاده وکړي. خو سره له دې هم لږ تر لږه په یو مورد کې ساتونکو له دې امر څخه سرغړونه کړې وه چې همدا کار د دې سبب شو چې اسرائیل وکولی شول یو ځل بیا لوړپوړي ایراني چارواکي په نښه کړي.
د ملي امنیت عالي شورا په غونډه کې مسعود پزشکیان په پښه کې ټپي شوی و، خو هیڅ کوم لوړپوړی چارواکی نه و وژل شوی.
د دې رپوټ پر بنسټ د جګړې په لومړۍ ورځ د کلیدي څیرو تر وژل کیدو وروسته، ساتونکو ته یوازې د بې سیم تلیفونونو د کارونې اجازه ورکړل شوې وه او یوازې د حفاظتي ټیمونو قوماندانان چې له چارواکو سره یې سفر نه کولو، اجازه درلوده چې ګرځنده تلیفونونه له ځان سره ولري.
د یو شمیر ایراني چارواکو په حواله د ملي امنیت عالي شورا د غونډې پر مهال یو تن له محافظینو څخه له دې امر څخه سرغړونه کړې وه او همدا سبب شو چې اسرائیل وتوانید له دقیقې حملې سره، د جلسې ځای په نښه کړي.
د نیویارک ټایمز په لیکنه د اسرائیل له خوا د ایراني چارواکو د ساتونکو د څارنې موضوع مخکې تر دې نه وه رسنیزه شوې او دا د ایران په تر ټولو داخلي امنیتي او استخباراتي کړیو کې د نفوذ کولو له پاره د اسرائیل د پراخو هڅو یوه برخه وه.
اسرائیل د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسیدو وروسته اعلان وکړ چې د ایران لسګونه امنیتي چارواکي او لږ تر لږه ۱۱ د اټومي چارو کارپوهان یې پر دغه هیواد د برید په جریان کې وژلي دي.
ایران د اوربند له ټینګښت وروسته پر جاسوسۍ د تورنو کسانو د نیولو او پلټنو له پاره پراخ کمپاین پیل کړ او څو تنه یې په همدې تور اعدام کړل.
د اسرائیل پخوانیو او اوسنیو چارواکو ویلي دي چې دغه عملیات د ایران د کلیدي څیرو د لمنځه وړلو له پاره د موساد او پوځي استخباراتو د څو کلونو د کار نتیجه وه.
اسرائیل ګواښ کړی دی چې که ایران د خپل اټومي او توغندیز پروګرام د بیارغونې هڅه وکړي، کیدای شي یو ځل بیا پرې برید وکړي.