د اسرائيل او ایران د شخړې د ديپلوماتيک حل له پاره هڅې
۱۴۰۴ خرداد ۳۰, جمعهد تېرې جمعې په ورځ پر ایران د اسرائيل د ناڅاپي برید وروسته په دې کړکيچ کې ترينګلتيا د ډېرېدو په حال کې ده او اوس دا شخړه دويمې اونۍ ته داخله شوې ده.
د ترينکلتيا د کمېدو هیڅ نخښې نه ترسترګو کيږي، بلکې سپينېې ماڼۍ هم ویلي دي چې د اسرائيل په عملياتو کې پر شامليدو باندې غور کوي.
اسرائیل د ایران د پوځي تحقيقاتو د يوه بنسټ د په نخښه کولو ادعا کړې
د اسرائيل دفاعي ځواک د جمعې په ورځ وويل چې د ایران پر پوځي تاسيساتو یې يو شمیر بريدونه کړي دي چې د پوځ پر يوه تحقیقاتي بنسټ (SPND) باندي بريد هم شامل دی. اسرائیل ادعا کړې ده چې دغه بنسټ د ایران د اتومي وسلو جوړلو په پروګرام کې ونډه لري.
اړونده موضوع: نتانیاهو: ایران به پر روغتون د برید بیه پرې کړي
د جمعې په ورځ د اسرائيل ځواکونو ويلي دي چې «د ایران په زړه کې یې د بريدونو يوه لړۍ بشپړه کړې ده: يو شمیر هدفونه لګيدلي چې د پوځ د توغنديو جوړولو توليد ځايونه هم پکې شامل دي.»
د اروپايانو د ديپلوماتيک حل هڅې
د ایران او اسرائيل پر شخړه باندې د خبرو اترو له پاره د فرانسې، آلمان او بريتانيا د بهرنيو چارو وزيران د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جون ۲۰) په ژنيو کې سره ګوري. د دې ليدنې کتنې موخه د ایران د شخړه ایز اتومي پروګرام په تړاو يو ځل بيا د ديپلوماتيکو هلو ځلو لارې ته راستنېدل دي.
په دې خبرو اترو کې به د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس قراقچي، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډيوډ ليمي، د فرانسې د دبانیو چارو وزير ژان نول بیروټ، د آلمان د بهرنيو چارو وزير يوهان واډېفول، او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر کاجا کالس، ګډون ولري.
د بريتانيا د بهرنیو چارو وزير ليمی، له ایران سره د مذاکراتو په ترڅ کې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو له وزير مارکو روبيو، او ځانګړي استازي ستيو وټکوف سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل. نوموړي تر دې وروسته وویل چې له تهران سره ديپلوماتيک حل ته رسېدو فرصت لا هم شته دی.
اړونده موضوع: د ایران او اسرائيل شخړه: په تهران کې د يوه افغان کډوال وژل کيدل تائيد شوي
ليمي، په واشنګټن کې د بريتانیا سفارت له لوري په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې وويل: «د منځني ختیځ وضعيت لا هم خطرناک دی.»
هغه زياته کړې: «موږ په دې اړه سره نظرونه تبادله کړل چې د يوې لا ژورېدونکي شخړې څخه د ځان ساتنې په موخه ایران څرنګه تړون بايد وکړي. د ديپلوماتيک حل د ترلاسه کولو له پاره اوس تر راتلونکو دوو اونيو يوه کړکۍ پرانیستې ده.»
تر راتلونکو دوو اونيو د ایران پر وړاندې د عملياتو پریکړه
ولسمشر دونالد ترمپ، په دې اړه زړه نا زړه ښکاري چې آيا تر ځمکې لاندې اتومي تاسيساتو باندې د بمبارۍ په کولو سره پر ایران باندې د اسرائيل په بريدونو کې ور شامل شي او که نه. د نوموړي سياسي پلويان هم په دې اړه سره ويشلي دي.
ترمپ، په خپله ټاکنیزه مبارزه کې ژمنه کړې وه چې په بهرنيو جګړو کې به نه شاملیږي.
پنجشنه د شپې د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتو برخې څخه کيرولين ليوټ، د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت وویل چې ولسمشر ترمپ، به په راتلونکو دوو اونیو کې پر ایران باندې د بريد په اړه وروستۍ پريکړه وکړي.
هغې زياته کړه چې ترمپ، اوس هم په دې اړه يوه موقع ويني چې له ایران سره د اتومي خبرو اترو له لارې د امريکا او اسرائيل غوښتنې منل کيدلی شي.
ترمپ، له ایران څخه غوښتنه کړې ده چې ژر تر ژره دې د يورانيمو د غني کولو کار او د اتومي وسلو د جوړلو نور امکانات وتړي.
ليوټ، وويل چې ولسمشر ترمپ، ويلي دي چې «د دې حقيقت پر بنسټ چې له ایران سره په نږدې راتلونکي کې د مذاکراتو ډېر امکان موجود دی يا کیدای شي نه وي، زه به خپله پريکړه په راتلونکو دوو اونيو کې وکړم چې په جګړه کې شامليږو او که نه.»
امريکا په دې اړه غور کوي چې آیا په فردو کې د ایران د يورانیمو د غني کولو په تر ټولو خوندي بټيو باندې له بريد کولو سره د اسرائيل په حمله کې شامل شي او که نه. دا اتومي تاسيسات د يوه غره لاندې پراته دي او د امريکا « Bunker Buster» يا سنګر شکن بمونه یې ويجاړولی شي.
د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، د پنجشنبې په ورځ وويل چې په دې باور لري چې ترمپ «به هغه وکړي څه چې د امريکا له پاره ښه وي.»
نتانياهو، وويل: «زه تاسې ته ویلی شم چې هغه لا اوس هم ډېره مرسته کوي.»
چين، هند او نورو هېوادونو له سيمې څخه د خپلو وګړو او ديپلوماتانو په ویستلو کې مرسته کړې
ډېرو هېوادونو نن، جمعه هم له اسرائيل او ایران څخه د خپلې ديپلوماتيکي عملې او اتباعو د تخليه کولو له پاره خپلې سرچينې متحرکې کړي دي.
د مثال په توګه چين ويلي دي چې له ایران څخه خپل ۱۶۰۰ اتباع او «په سونه نور» یې له اسرائيل څخه ايستلی دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی دی چې چارواکي خپله نهايي هڅه کوي چې «د چينايي اتباعو په خوندي انتقال او تخليه کې مرسته وکړای شي.»
چين ويلي دي چې په اسرائيل کې به یې سفارت ګروپي تخليه د جمعې په ورځ پېل کړي.
اړونده موضوع: د آلمان صدراعظم: دا به ښه وي چي د ایران حکومت ختم سي
اروپايي اتحادیې هم ویلي دي چې له اسرائيل، اردن او مصر څخه یې د خپلو ۴۰۰ کسانو په را ايستلو کې مرسته کړې ده. فرانسه به هم خپل اتباع له اسرائيل څخه را وباسي.
آلمان ويلي دي چې له عمان او اردن څخه یې د چهارشنبې په ورځ خپل ۱۷۱ او د پنجشنبې په ورځ نور ۱۷۴ وګړي را انتقال کړي دي. د اونۍ د پای له پاره نور پروازونه هم په نظر کې نيول شوي دي.
يونان، بلغاريه، هند، اندونیزيا، جاپان، عمان او پولند هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دي چې د شخړې په پراخیدو سره خپل په سونه وګړي له سيمې څخه باسي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيل د سیاحت وزیر د پنجشنبې په ورځ وويل چې دمګړۍ په اسرائيل کې له موجودو ۳۸ زور سيلانيانو څخه یې ۲۲ زرو له دغه هېواد څخه د وتلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
په اسرائيل کې د امريکا سفیر مايک هوکابي، اعلان وکړ چې په اسرائيل کې له میشتو شا و خوا ۷۰۰ زرو امريکايانو څخه یې که هر څوک وتل غواړي نو باید ځان راجستر کړی څو د الوتکې او يا کښتۍ له لارې تخليه شي.