د اسرائیل پوځ د غزې له اوسېدونکو غوښتي چې له دغه ښاره ووځي
۱۴۰۴ شهریور ۱۵, شنبهد اسرائيل د پوځ ویاند، آويخای ادرعي، د غزې اوسېدونکو ته په یوه پيغام کې چې پر ټولنیزې رسنۍ ېې خپور کړی ویلي: «له دغې موقع ګټه پورته کړۍ او پر وخت ځانونه (المواصي) بشري زون ته ورسوي او هغو زرونو خلکو سره یو ځای شۍ چې مخکې هلته تللي دي.» د رپوټونو له مخې په دغه زون کې نژدې نیم میلیون وګړي ژوند کوي.
اسرائیل دغه غوښتنه د غزې ښار د بشپړ نيولو د پلان شوي تعرضي عملیاتو په درشل کې کړې ده.
د اسرائیل کابينې شاوخوا یوه میاشت مخکې د غزې ښار د بشپړ نیولو پلان تصویب کړ.
«د اسرائيل په بريد کي د ۵ خبريالانو په ګډون ۱۹ کسان وژل سوي»
د صدراعظم بنیامین نتنیاهو حکومت ګمان کوي چې حماس سره پاتې یرغملان په غزه کې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ځایونو کې ساتل کيږي. خو د نتنیاهو د حکومت دغه اقدام دننه په اسرائیل کې او په نړېواله سطحه مخالفتونه هم له ځانه سره لرلي دي. په اسرائیل کې ېې مخالفان وايي چې د غزې ښار د نیولو له پاره د پوځي عملیاتو تشدید به له حماس سره د یرغمل شوو کسانو ژوند په خطر کې واچوي.
ویل کيږي چې په بشري زون کې نهایت ډېره ګڼه ګوڼه ده او د ژوند شرایط پکې سخت دي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د روان کال په جون میاشت کې په دغه زون کې چې شاوخوا ۹زره کېلومتره مربع مساحت لري، ۴لکه او ۲۵زره کسان پکې په خيمو کې ژوند کوي.
بلجیم غواړي د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني
د ملګرو ملتونو اړوند بشري سازمانونه وايي چې په دغه علاقه کې عمومي بیت الخلاوې او کموډونه کم دي او همدارنګه د کثافاتو ټولو چارې ناکافي ښيي. په دغه زون کې بله لویه ستونزوه د روغتیايی خدماتو په برخه کې ده. د ډېر لوړ شمېر خلکو روغتیايی اړتیاو ته په کتو د روغتونو وړتیا ناچیزه ارزول کیږي.
اسرائیلي ځواکونو چې په وروستیو ورځو کې ېې خپلو هوايي بریدونه ته زور ورکړی، اوس په غزې ښار کې د حماس پر ضد یو تعرضي عملیات ته چمتووالی نیسی.
د اټکلونو له مخې په غزه ښار کې نژدې یو میلیون خلک اوسیږي. تر اوسه د غزې نژدې یو لک اوسېدونکي د اسرائيل پوځ د عملیاتو د پیل له وجې وتلي دي.
له آرشیف څخه: