داعش په تخار کې د چين د يوه تبعه د وژلو مسئوليت منلی دی
۱۴۰۳ بهمن ۴, پنجشنبهد داعش وسله والې ډلې د تليګرام ټولنیزې شبکې د يوه پوست له لارې د دغه چينايي وګړي د وژلو مسئوليت پر خپله غاړه اخيستی دی.
په تخار ولایت کې د طالبانو د پوليسو وياند محمد اکبر، د چهار شنبې په ورځ ویلي ول چې يو چينايي تبعه د سې شنبې په ماښام په داسې حال چې دشت قلعه ولسوالۍ ته پر لاره و، د «نامعلومو کسانو» له خوا وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړې وه پوليسو لومړنۍ پلټنې پېل کړي دي او نور جزيات به وروسته شريک شي.
د داعش وسله والې ډلې له خوا ويل شوي دي چې دوی هغه موټر هدف ګرځولی چې د چين دغه تبعه پکې سفر کاوه. زياته شوې ده چې دا څه د هغه د وژل کيدو او موټر د ويجاړېدو باعث ګرځيدلي.
د چين د حکومت غبرګون
د چين د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د چين د يوه تبعه وژل کيدل په کلکه وغندل او له دغه ډلې سره د مبارزې په برخه کې يې د ډېرو هلو ځلو غوښتنه وکړه.
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ، وويل: «موږ ژور شوک وليد او [دغه بريد] په کلکه غندو.»
ماو نېنګ، د خپلې ورځنۍ مطبوعاتي غونډې پر وخت وويل چې چين په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې تړاو جدي پلټنې وکړي او عاملينو ته جزا ورکړي.
چين لومړی هېواد وو چې په افغانستان کې یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هلته خپل سفير وګماره او تل وايي چې غواړي له دغه هېواد سره تجارتي اړيکو او پانګونو ته وده ورکړي.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې په دويم ځل واک ترلاسه کړ او د هېواد د امنيت د ټينګښت هوډ یې څرګند کړ.
خو په افغانستان کې بريدونو دوام پيدا کړ چې پر نورو سربیره پکې په ۲۰۲۲م کال کې په کابل کې د چينايانو د استوګنې پر يوه هوټل بريد هم شامل دی. داعش ډلې د کابل د دې بريد په ګډون د يو شمير نورو بريدونو پړه هم پر غاړه اخيستې وه.