داعش په کويټه کې پر غونډه د ځانمرګي برید مسئولیت منلی
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبهد «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کويټه کې د سه شنبې په ورځ پر یوه لویه غونډه د ځانمرګي برید مسئولیت منلی دی.
د حمزه شفاعت په نوم یوه چارواکي وويل چې دغه غونډه د قومي مشر او د بلوچستان د پخواني ایالتي لومړي وزیر، سردار عطاالله منګل د تلین وه چې په کې ډېرو خلکو ګډون کړی و. په غونډه کې د منګل زوی سردار اختر منګل هم ګډون درلود خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.
په ابتدايي رپوټونو کې دا یوه بمي چاودنه وښودل شوه، خو داعش په خپله اعلامیه کې دا یو ځانمرګی برید ښودلی دی. د فرانسې خبري آژانس د رپوت له مخې دغې ډلې د یوه کس چې مخ ېې پټ دی انځور خپور کړی او ادعا ېې کړې چې د کويټې د سه شنبې ورځې بریدګر دی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر حمزه شفقت وویل چې په دغه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي. په سر کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۱ ښودل شوی و. شفقت هم دا یو ځانمرګي برید وښود چې په خبره ېې بریدګر په کې ۸ کيلوګرامه چاودېدونکي موادو ته چاودنه ورکړې.
نوموړي زیاته کړه چې د سه شنبې ورځې غونډه د بلوچستان نشنل پارټۍ د غړو له خوا د کويټې ښار په یوه لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د دغه ګوند په سلونو غړو او پلویانو په کې ګډون درلود.
د پولیسو یو افسر اختر رشید هم وويل چې د پولیسو تحقیقاتو کې هم داسې ښکاري چې دا دې ېو ځانمرګی برید وي.