پاکستان: له ایران سره د پوځي مرستو خبرونه درواغ دي
۱۴۰۴ خرداد ۲۷, سهشنبهد پاکستان مرستيال لومړی وزير او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د دوشنبې په ورځ په سنا مجلس کې د وینا پر مهال وويل چې پر اسرائيل باندې د پاکستان د احتمالي «اتومي برید» خبرونه جعلي دي او په دې تړاو هیڅ پاکستاني چارواکي کومې څرګندونې نه دي کړي.
په ټولنیزو رسنيو کې په خپاره شوي يوه خبر کې په يوه لوړپوړي ایراني جنرال پورې دا ادعا تړل شوې وه چې پاکستان به پر ایران باندې د هر ډول بريد په ځواب کې پر اسرائيل باندې اتومي بريد وکړي.
اړونده موضوع: د ایران او اسرائیل متقابل بریدونه ادامه لري
اسحاق ډار، وويل چې «موږ ټول بايد په ډېر محتاطانه ډول خبرې وکړو، دا د ماشومانو لوبې نه دي، جدي جګړه پېل شوې ده.»
نوموړي ځيني تازه خبرونو او ويډيوګانو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه «فيک نیوز» يا جعلي خبرونه دي. نوموړي وويل: «د بهرنيو چارو په وزارت کې موږ وضعيت په ډېر غور سره څارو.»
ډار، په سيمه د ترينګلتيا پراخیدو په ترڅ کې د ناسمو معلومات خپرول وغندل او د اسرائيل او ایران ترمنځ د شخړو په ترڅ کې له زغم څخه پر کار اخیستو ټینګار وکړ.
ډار: «له احتياط څخه کار واخلئ»
د پاکستان مرستيال لومړي وزیر د سنا مجلس غړيو ته وويل: «زموږ اتومي او د توغنديو پروګرام زموږ د خپلې دفاع له پاره دی.»
هغه وويل: «موږ په ۱۹۹۸م کال کې ویلي ول چې زموږ اتومي وسلې د دفاع او سيمه ایز امن له پاره دي. موږ د «ان پي ټي» تړون نه دی لاسلیک کړی ځکه چې زموږ د امنيت له پاره د باور وړ ویرې پر ځای ساتل اړين دي.»
اړونده موضوع: پاکستان: د جنسي تیري جعلي خبر د واقعي احتجاجي خوځښت سبب شوی
اسحاق ډار، پر تولنیزو رسنیو د جعلي خبرونو لاس پر لاس کيدل هم وغندل چې د مصنوعي ځېرکتيا په مرسته چمتو کړل شوې ويډيوګانې په ولسمشر دونالد ترمپ، پورې تړل کيږي او د پاکستان د اتومي دریځ په اړه پکې ناسم معلومات خپريږي.
هغه وويل: «د ترمپ، په اړه يوه لنډه ويډيو وه چې د مصنوعي ځېرکتيا په مرسته جوړه شوې وه.» هغه زياته کړه چې «د جون له ۱۳مې نیټې وروسته ډېرې خيالي کیسې راڅرګندې شوي دي. د نتانياهو، کومه مرکه چې لاس پر لاس کيږي هغه د ۲۰۱۱م کال ده.»
د پاکستان دیپلوماتيک نقش
نوموړي روښانه کړه چې پاکستان رغنده ديپلوماتیک نقش لوبولی دی. ډار وويل: «موږ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې خبرې اترې وکړې. ایران د پاکستان نقش ستايلی دی.»
ډار، په خپلو خبرو کې زياته کړې چې «د عمان او ایران د بهرنيو چارو وزيرانو له ما سره معلومات شريک کړل. د خبرو اترو په ترڅ کې زه په پرله پسې توګه د ایران د بهرنيو چارو له وزير سره په تماس کې وم.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال صدراعظم، اسحاق ډار، وويل چې که چېرې اسرائيل له نورو حملو ډډه کوي نو ایران خبرو اترو ته چمتو دی: «تر لومړي بريد وروسته ما د ایران د بهرنیو چارو له وزير سره خبري وکړې. هغه راته وويل چې دوی به اوس ځواب ورکوي، خو که چېرې اسرائيل په دويم ځل بريدونه ونه کړي نو خبرو ته چمتو دي.»
ډار همدا راز زياته کړه: «موږ د ایران له دې رضامندۍ نور هيوادونه هم خبر کړل. د اسرائيل د مخنيوي له پاره اوس هم وخت شته. ایران چمتو دی.»