په ایران کي نوی جمهوررییس انتخاب سوی
۱۴۰۰ خرداد ۲۹, شنبهاعلان
روحاني نن شنبه (د جون میاشتي ۱۹ مه) په خپله ټلویزوني وینا کي د نوي جمهوررییس د انتخابیدو په مناسبت وویل، «زه ایراني ولس ته د هغه د انتخابیدو مبارکي وایم». روحاني همدارنګه وویل، چي «زما رسمي تبریکي به د انتخاباتو تر اخري نتایجو وروسته وویل سي، خو موږ پوهیږو، چي چا په دغو انتخاباتو کي کافي رايي پلاس راوړي دي او څوک نن د خلګو د خوا انتخاب سوی دی.»
د عدلیې د اوسني وزیر، رییسي درو رقیبو کاندیدانو هم د انتخاباتو د رسمي نتایجو تر اعلان دمخه لا هغه ته د انستاګرام او تویترونو دلاري مبارکي ورکړه. هغوی خپلي مبارکۍ د ایراني رسنیو د لاري هم په نشر رسولي.
په ایران کي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو حسابول د پرون جمعې ورځي څخه شروع سوي دي او تر اوسه پوري لا دوام لري. د هغه نتایج به نن د اروپا په وخت غرمه اعلان سي.
آ./م.ق.ن/ا.ا