ایران: شپږ ډوله افغان مهاجر کولی شي په ایران کې پاتې شي
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبهد ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او مهاجرت چارو ادارې مسئول د «ایسنا» خبري آژانس ته ویلي دي چې د نوي لمریز کال د حمل یا وري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به هغو بهرنیو اتباعو ته چې د اقامت اسناد نه لري د زده کړې، روغتیا او استوګنې خدمات نه وړاندې کیږي.
نادر یار احمدي، خبرداری ورکړی دی چې د سرشمیرنې پاڼو درلودونکي ټول بهرني اتباع باید په ایران کې د قانوني حضور له پاره د دغه هیواد د سیاستونو او پروګرامونو پر اساس لازمه همکاري وکړي، په بل صورت کې به غیر قانوني وبلل شي او له خدماتو څخه به محروم کړای شي.
دغه ایراني چارواکي ویلي دي چې د نظارت زیاتیدو په پام کې نیولو سره د نوي کال د وري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به په ایران کې د بهرنیو اتباعو د حضور قانوني کیدو په خاطر، یوازې هغو مهاجرو ته خدمات وړاندې کیږي چې په دغو شپږو ډلو کې شاملیږي.
دغه شپږ ډلې کومې دي؟
دغه ایراني چارواکي ویلي دي چې په اوله ډله کې هغه کسان شامل دي چې یو له میړه او ښځې څخه د آمایش کارت ولري او دویم یې د سرشمیرنې پاڼه ولري.
د هغه په وینا دویمه ډله هغه کورنۍ دي چې له میړه او ښځې څخه یو یې د آمایش کارت ولري او بل یې یا اولادونه یې د سرشمیرنې پاڼې ونه لري، خو له یوه بل سره د دوی نسبت یا رشته د رسمي ادارو له خوا تایید شوی وي.
د یار احمدي په وینا، دریمه ډله چې په ایران کې د پاتې کیدو اجازه لري هغه کسان دي چې د اعتبار وړ پاسپورت ولري، خو د ویزې معیاد یې تیر شوی وي: «دغه اتباع د وتلو له پاره د لنډمهاله ویزې په خاطر پولیس ته د جریمې له ورکولو وروسته باید د نوي ویزې په ترلاسه کولو سره ایران ته ستانه شي.»
په څلورمه کټګورۍ کې هغه مهاجر دي چې د سرشمیرنې له پاڼو سره د کاري کارت درلودونکي دي چې وکولی شي په ټاکل شوي موده کې د قانوني اسنادو پر ترلاسه کولو اقدام وکړي.
د افغانستان د پخواني حکومت کارمندان د هغوی له ډلې څخه نظامیان او دولتي چارواکي په پنځمه ډله کې راځي، چې د دوی بیرته ستنول د کورنیو چارو وزارت اړوند د اتباعو او مهاجرو چارو مرکز له تایید وروسته ترسره کیږي، څو نړیوالو سازمانونو ته دوی معرفي او دا مسئولیت هغوي ته وسپاري.
دغه ایراني چارواکي د سرشمیرنې پاڼو درلودونکي بهرنیو اتباعو شپږمه ډله د افغانستان هغه اتباع بللي دي چې له دې هیواد څخه په وتلو سره د اعتبار وړ ویزې له ترلاسه کولو وروسته په ایران کې خپل شتون قانوني کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او مهاجرت د چارو ادارې مشر ټینګار کړی دی چې د نوي لمریز کال له پيل څخه به افغان زده کوونکي او محصلین یوازې د اقامې له قانوني اسنادو لکه پاسپورت او آمایش کارت سره کولی شي تحصیل ته ادامه ورکړي.
دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی دی چې د افغانستان اتباع د رامنځته شوي نسبتي ثبات او د طالبانو د سیاستونو په پام کې نیولو سره، خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په برخه کې هیڅ مشکل نه لري.
ایران په داسې حال کې د بهرنیو اتباعو د قانوني کولو خبر ورکړی دی چې همدا اوس هره ورځ سلګونو او په ځینو ورځو کې حتی زرګونه افغان مهاجر اخراجوي.
د طالبانو بيا واک ته له رسیدو راهیسي چې ايران ته د افغان مهاجرتونه ډېر سوي، تهران د افغان مهاجرو پر وړاندې خپل سیاستونه سخت کړي دي.