ایراني او پاکستاني چارواکو د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړي
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سهشنبهد ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معينې امنه بلوچ د دوشنبې (د فیبرورۍ ۳ نیټه) په ورځ د افغانستان په شمول د سیمې د تحولاتو په هکله خبرې کړي دي.
دغه لیدنه کتنه په تهران کې د (اِکو) په نوم د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو د غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معينې، د دواړو هیوادونو پر متقابلو ګټو او ګډو اندیښنو، په ځانګړي توګه د سرحدي امنیت، نشه یي توکو قاچاق او ناقانونه مهاجرتونو پر موضوعاتو تمرکز کړی دی.
اغلې بلوچ د سیمه ایزو ننګونو او انديښنو د لمنځه وړلو له پاره د مناسباتو پر پراخولو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د دغه هیواد په سیاست او بهرنیو اړیکو کې د پاکستان پر ځانګړي مقام او د تهران او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د پراخولو له پاره د ایران پر ارادې ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو دواړو هیوادنو چارواکو پر افغانستان سربیره د غزې، سوریې او لبنان د وضعیت پر څرنګوالي هم خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په ایکس شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي دي چې امنه بلوچ د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته د سیمه ایزو موضوعاتو په هکله او همدارنګه له ایران سره دوه اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکولو له پاره د پاکستان هوډ څرګند کړی دی.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د درو کلونو په تیریدو، د ایران او پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو دغه دواړه هیوادونه د امنیتي انديښنو سربیره له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
ایران او پاکستان د طالبانو له ادارې سره د دیپلوماتیکو اړیکو سربیره، په پرله پسې ډول د طالبانو له ادارې سره د امنیتي ګواښونو د ډیریدو، ترهګریزو ډلو د فعالیتونو، مخدره توکو د قاچاق او مهاجرتونو د زیاتیدو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، څو ورځې مخکې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې برخو کې د خپل هیواد د انديښنو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کړي وې.