ایران د افغانستان په هکله د کنفرانس کوربتوب کوي
۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبهد دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خاطبزاده وویل چې ایران غواړي د افغانستان د نوي حکومت د جوړښت او د دغه هیواد د سیاسي راتلونکې په هکله په تهران کې یو کنفرانس جوړ کړي. د نوموړي په خبره «کنفرانس به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د اکتوبر میاشتې په ۲۷مه نیټه را وبلل شوي چې پکې د روسیې د استازو په ګډون به د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون ولري.»
د خاطبزاده په خبره، په دغه کنفرانس کې به ایران د یوه داسې حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړي چې پکې د طالبانو په شمول ټولې سیاسې ډلې ګډون ولري. هغه زیاته کړه چې هغه څه چې ایران غواړي هغه په افغانستان کې سوله ده او هغه څه چې نه غواړي هغه په افغانستان کې تاوتریخوالی او ترهګري ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په پلازمینه تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې لار کې به ټول ګاونډي هیوادونه د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
بل لوري ته په ایران کې لا هم د تندلارو طالبانو سره د ایران د حکومت د تعامل په برخه کې د نظر توپیر موجود دی. په تهران کې ځینې سیاسي کړۍ په دې باور دي چې طالبانو تغیر کړی دی او نور د تیرو کلونو په څیر یوه اسلامپاله سخت دریځه ډله نه ده. ځینې نور بیا وروستیو تحولاتو ته په کتو په دې باور دي چې دوی د دې موقف برعکس دي. سربیره پر دې، دوی په دې باور هم دي چې شیعه اکثریت لرونکی ایران به تل د سني طالبانو مخالف وي.
پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته له افغانستانه ایران ته د مهاجرتونو د څپې په څیر دا ځل ایران د افغان مهاجرینو له تازه څپې سره مخامخ نه شو. د څارونکو په نظر د دې دلیل ښايي په ایران کې خراب اقتصادي وضعیت او د کرونا وبا له کبله وضع شوي شدید محدودیتونه وي.
DPA / K.H / B.S