ايران دپوځي اقدام په صورت کې د امریکا پر اډو د بريد ګواښ کړی
۱۴۰۴ خرداد ۲۱, چهارشنبهد ایران د دفاع وزیر عزیز ناصرزاده، د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۱مه) ګواښ وکړ چې که چېري له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام شپږم پړاو مذاکرات ناکام شول او جګړه یا پوځي اقدامات مطرح کېږي په هغه صورت کې به دوی په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي اډې په نخښه کړي.
د شپږم پړاو مذاکراتو نېټه
تهران ویلي دي چې شپږم پړاو مذاکرات راتلونکې یکشنبه د جون ۱۵مې ته پلان شوي، خو ترمپ او له دغې غونډې ېوې باخبرې سرچېنې د غونډې وخت تر دې مخکې ښوولی دی.
نور ولولئ: پزشکیان: ترمپ په یو وخت هم د سولې خبرې او هم ګواښ کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «د ایران-امریکا متحده ایالاتو شپږم پړاو غیر مستقیم مذاکرات، راتلونکې یکشنبه په مسقط کې پلان شوي دي.»
رویټرز تېره ورځ وویل چې د عمان پلازمېنې تر اوسه د شپږم پړاو مذاکراتو د کوربتوب په هکله څه نه دي ویلي. مسقط د ایران او امریکا ترمنځ د شوو مخکنیو مذاکراتو د ځینو هغو کوربتوب کړی دی.
د امریکا دونالد ترمپ، بیا تمه ښولې چې راتلونکې غونډه به د پنجشنبې په ورځ وشي، خو دغې غونډې ته د چتوالي ېوې باخبرې سرچینې ويلي دي چې غونډه به په ډېر احتمال د جمعې یا شنبې په ورځ وشي.
ترمپ: پوځي اقدام سره مخالف یم
رويټرز د اکسوس د یو رپوټ پر اساس لیکلي دي چې ترمپ، د دوشنبې په ورځ د اسرائيل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو، سره په ټيلفوني خبرو کې هغه ته ویلي چې د ایران په مسئله کې د پوځي اقدام مخالف دی.
نور ولولئ: د امریکا د بهرنيو چارو وزير: په سیمه کې د ټولو ستونزو عامل د ایران حکومت دی
ترمپ ویلي چې هغه په دې باور دی چې له ایران سره اټومي توافق ته د رسېدلو له پاره یو چانس موجود دی، په همدې دلیل په اوس وخت کې له پوځي اقدام سره مخالف دی.
ترمپ ويلي دي چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو به روښانه کړی چې یو داسې توافق ته رسېدل چې د پوځي اقدام مخه ونیسي، ممکن دی.
ایران ويلي دي چې په شپږم پړاو مذاکراتو کې به د واشنګټن وروستي پروپوزل ته خپل متقابل پروپوزل وړاندې کړي.
نور ولولئ: اټومي مذاکرات؛ د ایران او امریکا پلاوي عمان ته رسېدلي
د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلاف یوه کلیدي موضوع دا ده چې ایران د یورانیمو له غني کولو څخه د خپل «نه مذاکره کوونکي» حق په توګه دفاع کوي په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات بیا د ایران له لوري د یورانیمو د هر ډول غني کولو مخالف دی او دا موضوع ېې خپله «سره لیکه» ښوولي.
مسکو همکاري ښوولې
په دې جریان کې مسکو نن چهارشنبې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي توافق ته د رسېدو په لار کې د همکارۍ خبره کړې ده.
رويټرز د ریا نووستي خبري آژانس له قوله وايي چې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف، ويلي دي چې روسیه چمتو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اټومي توافق ته د رسیدو له پاره د ایران له قلمروه د اضافي اټومي وسایلو په حذفولو کې مرسته وکړي.