ترمپ د غزې د اوربند په مذاکراتو کې د «ستر پرمختګ» یادونه کړې
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبهدونالد ترمپ د ایران پر اتومي تأسیساتو د امریکا بریدونو ته په اشارې سره ویلي دي چې دغه برید کولی شي پر منځني ختیځ مثبت اغیز ولري. دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ وویل: «فکر کوم چې په غزه کې لوی پرمختګ رامنځته کېدونکی دی، فکر کوم د هغې حملې په دلیل چې مونږ ترسره کړې ده.»
په ورته وخت کې د حماس وسله والې ډلې یوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د اسرائیل او دغه سخت دریځه اسلامپاله فلسطیني ډلې ترمنځ د اوربند مذاکرات «په وروستیو ساعتونو» کې د منځګړو هیوادونو په موجودیت کې شدت موندلی دی.
طاهر النونو ویلي: «په مصر او قطر کې له منځګړيتوب کوونکو ورونو سره زمونږ اړیکې نه دي پرې شوي او په دې وروستیو ساعتونو کې ګړندۍ شوي دي.» نوموړي زیاته کړې ده چې دې ډلې «تر اوسه هیڅ کوم نوی وړاندیز» د هغې جګړې پای ته رسولو له پاره نه دی ترلاسه کړی چې اوس ۲۱مې میاشتې ته رسیدلې ده.
په ورته وخت کې د غزې په سویل خان یونس سیمه کې د ۷ اسرائیلي سرتیرو د وژل کیدو رپوټونه ورکول شوي دي. اسرائیلي پوځ تاییده کړې ده چې دغه سرتیري د یوې چاودنې په پایله کې وژل شوي دي.
همدارنګه له غزې څخه رپوټونه وایي چې په دغه سیمه کې بشري وضعیت ډیر د انديښنې وړ دی.
فلسطیني بې ځایه شوو ته د ملګرو ملتونو د مرسته رسولو سازمان څخه جولیت توما دویچه ویله ته ویلي دي چې په اوس وخت کې په غزه کې د غزې بشردوستانه بنسټ بشري مرستې په سیمه کې د فلسطنیانو ضرورتونه نه شي پوره کولی. د امریکا او اسرائیل له خوا د دغه بنسټ ملاتړ کیږي.
هغې د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې پای ته رسولو په هکله وویل چې «دا کار هرڅومره زر چې ممکن وي» باید ترسره شي.
حماس د امریکا متحده ایالاتو، آلمان او یو شمیر نورو هیوادونو له لوري د یوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوی دی.
میرمن توما وویل: «د غزې تړانګې محاصره باید پای ته ورسیږي، څو بشري مرستې او تدارکات غزې ته ورسیږي. یرغمل شوي باید خوشې شي، څو هغوي له خپلو کورنیو سره یوځای شي.» هغې زیاته کړه چې اوربند له: «مودو راهیسې ځنډیدلی دی.»