خامنه اي د حماس له رهبر سره په تهران کې ولیدل
۱۴۰۳ بهمن ۲۰, شنبهد ایران یوې دولتي تلویزوني شبکې د حماس ترهګرې ډلې له لوړپوړو مشرانو سره د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي، د لیدنې کتنې او خبرو اترو خبر ورکړی دی. په دې ملاقات کې د حماس ترهګرې ډلې موقت مشر خلیل الحیا او د دغې ډلې دوو نورو مشرانو هم حضور درلود.
خامنه اي د دوی په مخاطب کولو سره وویل «تاسې د اسرائیل رژیم ته ماته ورکړې ده چې دا په حقیقت کې د امریکا ماته وه. تاسې اجازه ورنکړه چې دوی خپل هیڅ کومې موخې ته ورسیږي.»
ایراني تلویزون ویلي چې فلسطیني مشران خامنه اي ته د ۱۹۷۹ کال د ایران انقلاب د کلیزې مبارکۍ ورکولو له پاره تهران ته راغلي ول. د دې رسنۍ په وینا، ګواکې دوی د ایران د اغیزمن ملاتړ ستاینه کړې ده.
خامنه اي ته د غزې او اردن سیند لویدیځې غاړې د اوسني وضعیت او «خپلو لاسته راوړنو او بریالیتوبونو» راپور ورکړی.
نوموړي دولتي تلویزون د الحیا په نقل، د خامنه اي په مخاطب کولو سره ویلي دي: «مونږ نن په ویاړ سره ستاسې لیدو ته راځو». خامنه اي زیاته کړې ده: «د ایران پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ګواښونه زمونږ د ملت پر ذهنیت هیڅ تاثیر نه لري.»
د ایران او حماس د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دغه لیدنه کتنه په یوه داسې وخت کې ترسره کیږي چې حماس او اسرائیل د اوربند د یوې موافقتنامې په اساس بندیان تبادله کوي.
په تر ټولو وروستي مورد کې حماس د ۱۸۳ فلسطیني بندیانو په بدل کې نن د شنبې په ورځ دری اسرائیلي یرغمل شوي خوشې کړل.